CRI Online

د چين د شن يانګ په وحشي بڼ کې ګڼ شمېر قيمتي حيوانات مړه شوي

cri     (GMT+08:00) 2010-03-15 11:01:49

د چين د سينهوا اژانس د خبر له مخې د تېر کال له پای څخه تر روان کال پورې د چين په شمال ختيځ کې د شن يانګ په وحشي بڼ کې يوولس پړانګان په پر له پسې توګه مړه شوي دي، د دی ترڅنګ نور روزل شوي قيمتي حيوانات هم په پراخه توګه مړه شوي دي.دغه خبر د خلکو پامرنه راجلب کړی دی .

د خبر له مخې د تېر کال په نومبر کې د دغه وحشي بڼ پر کارکوونکو د دوو پړانګانو د چيچلو پېښه شوې وه، خو دوه پړاګان د ژغورونکيو د وهلو له امله مړه شوي وو. د دغې پېښې وروسته دغه وحشي بڼ په لنډمهالي توګه تړل شوی او تنظيم شوی و، د تنظيمېدو په موده کې يې يوولس پړانګان په وار سره مړه شوي وو .که څه هم سيمه ييز حکومت او څانګې د وحشي بڼ زيات ملاتړ کړي او کوي يي، خو د حيواناتو حالات لاهم نه دي ښه شوی .

د بل خبر له مخې د شين يانګ وحشي بڼ په ٢٠٠٠ کال کې د دا ليان ښار د يو غير حکومتي تصدۍ له خوا جوړ شوی چې د جوړېدو په پيل کې يې ګټه زياته وه، خو د بېلا بېلو عواملو له امله ګټه تر زياتې اندازې پورې کمه شوې وه .د معلوماتو له مخې د وحشي بڼ د جوړېدو په پيل کې د حيواناتو شمېر يو زر او څلوېشت و ، خو د روان کال د فبرورۍ تر اتمې نېټې پورې دغه شمېر پنځه سوه او اتلسو ته کم شوی دی.

روان کال د پړانګ کال دی ، زه هيله لرم چې اړوندې څانګې د پړانګانو حالاتو ته ډېره پاملرنه ور کړي او د حيواناتو لپاره يو ښه چاپيريال برابر کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای