CRI Online

د چين د خوراکي شيانو دودونه

cri     (GMT+08:00) 2010-03-21 18:12:14

د چينائيانو په نظر د روغتيا د قوی کولو لپاره د خوراکي شيانو خوړل د دواګانو د خوړلو په نسبت لا ښه رول لوبوی٠ له دی څخه څرګنديږی چه خلک د روغتيا د ساتلو په برخه کښی بايد د خوراکی شياو جوړښت ته مهم اهميت ورکړی٠. که څه هم د ځينو کسانو اقتصادی حالات دومره ښه ندی، خو دوی بيا هم تر وسی پوری د غذائيت له لحاظه د ډوډۍ او خوراکونو په باب ښه ترتيبات نيسی٠ هغه چينائيان چه اقتصادی حال يی ښه دی، لا ډير زيات غذائی مواد خوری٠ نو له اوږدې مودې راهيسی، نو د خوړنې فعاليتونو ګام په ګام د خلکو د ژوندانه په بيلا بيلو برخو کښی نفوذ کړی او د ټولنيزو تشريفاتو، د اخترونو د نمانځنې، د مذهبی عقيدې، د واده او تسليت د مراسمو، د زيږيدنې د ورځې د نمانځنې او د ماشومانو د زيږونې او روزنې په برخو کښی د خوړنې په باب دچينائيانو يو لړ دودونه رامنځ ته شويدی٠

په چين کښی د خپلوانو او دوستانو ترمنځ تګ راتګ ډير زيات دی، هر کله چه د خپلوانو او دوستانو په کورونو کښی کومه ستره او نيکمرغه پيښه وشی، مثلأ ماشوم پيدا شوی يا نوی کور ته په کډه تللی، خلک عمومأ د مبارک د څرګندولو دپاره د دوی کورونو ته ځی او يو څه تحفې ورکوی٠ په دی وخت کښی کوربه حتمأ فکر کوی چه د ميلمنو دپاره به کوم خوندور خوراکی شيان او کوم ښه شربتونه چمتو کړی تر څو چه ميلمانه رضايت ولری٠ د سوداګرۍ په برخه کښی چينائيان هم دا عادت لری چه د ډوډۍ د خوړلو په بهيرکښی معاملات کوی، کله چه ډوډۍ يی خوړلې وی، د تجارتو په باب خبرې اترې هم ختمې شوی وی.٠

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای