هرکال د پسرلی د رسيدو په وخت کښی هوا ورو ورو توديږی، ونې غوټۍ نيسی او ګلونه شګوفه کوی او ټول ژوی او نباتات د احيا په حال کښی دی٠ په دی موقع کښی د چينائيانو په ژوند کښی يو بل ولسی لرغونی اختر ٌ چينګ مينګ ٌ هم نمانځل کيږی٠
د ٌ چينګ مينګ ٌ اختر د چين د زراعتی جنټرۍ له څليرويشتو مهمو ورځو څخه شميرل کيږی او عمومأ د ميلادی کال د اپريل په پنځمه نيټه د دی اختر مراسم اجرا کيږی ٠ ٌ چينګ مينګ ٌ که په پښتو ترجمه شی ، د ٌ روښانه ٌ معنی لری٠ ځکه چه په پسرلۍ کښی هوا تازه او د لمر پلوشی په هرې لورې خوريږی٠ هر کله چه دا اختر رارسيږی، چينائيان د اسلافو د قبرونو عبادت کوی يا د کور بهر سيل کوی او د ولې په ښاخونو د خپل کور دروازې ښکلی کوی٠
د چين په ځينو ځايونو کښی د ٌ چينګ مينګ ٌ اختر د اسلافو د ياونې د ورځ په نوم هم ياديږی٠ د دې اختر نه مخکښی يا وروسته په څو ورځو کښی د چين هر کورنۍ د اسلافو هديرې ته ځی، د قبرونو دپاسه واښه باسی ، ورباندی نوی خاورې اچوی او د قبرونو په وړاندی ماتم څرګندوی٠
څرنګه چه د ٌ چينګ مينګ ٌ اختر په پسرلی کښی دی، نو له اوږدی مودې راهيسی چينائيان د اسلافو او شهيدانو د قبرونو د عبادت په عين وخت کښی هم د ښکلی منظرې سيل کوی او په ځينو ځايونو کښی د کاغذ باد د الوزولو او ټال وهلو فعاليتونه هم پرځای کيږی٠ دغه راز د دی اختر د رارسيدو په ورځو کښی چينائيان د ونو د نيالګيو د ايښودلو عادت هم لری
٠
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |