CRI Online

هغه د حيواناتو د ساتلو لپاره عکسونه اخلي

cri     (GMT+08:00) 2010-03-31 15:43:56

شي جي نونګ چې په نولس سوه څلور شپېتم کال کې د چين يون نان په ولايت کې زېږيدلی دی، د خودرويه حيواناتو په اړه د چين تر ټولو مسلکي، ښه او مشهور عکاس دی. خودرويه حيوانات د ده کمرې په تصويرونو کې ډېر ښکلي ښکاري. او د ده د عکس اخيستلو هنر د نورو عکاسانو له هنر سره جوت توپير لري، هغه په دې موخه د حيواناتو عكسونه اخلي تر څو له دې لاري خلك وپوهوي چې د حيواناتو د ساتلو لپاره د هغوى پاملرنه را جلب كړي.

شاوخوا له دوه زروم کال مخکې په چين کې د حيواناتو په اړه د عکس اخيستلو لارې ښې نه وې. مثلا، ځينې عکاسانو د مرغانو د عکس اخيستلو په ترڅ کې د ښکليو عکسونو د اخيستلو لپاره رسۍ د مرغ په پنجو پورې تړلې، ځينو عکاسانو حتی د عکسونو د اخيستلو په ترڅ کې حيواناتو له ويرې او ګواښ سره مخ كول. نوشيجي نونګ د دا ډول عكاسانو له عكس اخيستلو سره مخالف دی او د ده په اند عکاسان بايد خودرويه حيوانات د خپلو دوستانو په توګه وګوري. خو په چين کې زيات خودرويه حيوانات ډېر لږ ليدل کيږي او عام خلک په پوره توګه د دوی پر ارزښت نپوهيږي. نوشيجي نونګ خلکو ته د هغو ګلاليو حيواناتو د ښودلو لپاره خپل کمره پورته کړه.

 

د خودرويه حيواناتو لپاره د عکس اخيستلو کار ډېر سخت دی ځکه چې خودرويه حيوانات زياتره په ډېرو لوړو غرونو يا شنډو صحراګانو کې ژوند کوي. نوشيجي نونګ بايد د عکس اخيستلو لپاره د حيواناتو په شان په ډېرو سختو چاپيريالونو کې ژوند کوي. دا د ده د روغتيا لپاره ګټور نه دی. هغه ډېرې مودې له سختو بدني روزنو وروسته هغه وکولی شول چې په دومره سختو چاپيريالونو کې ښه کار وکړي. اوس، نه يوازې چينايان بلکې د نورو هېوادونو خلک د ده د عکسونو په رڼا كې د چين ګلالي خودرويه حيوانات پېژني او کوښښ کوي چې د حيواناتو د ساتلو په برخه كې خدمتونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای