CRI Online

درياوې مو وهلې او نڅاوې مو کولې

cri     (GMT+08:00) 2010-03-31 16:06:46

زما په اند په ټولو الاتو کې نغارې په تيره بيا دريا ډېره ښه اله ده ځکه چې په دې سره توده فضا را منځته كيږي او له دې لارې خلکو ته خوشالې او روحي ارامتيا رسيږي. په چين کې هم چيني او بهرنۍ ډول ډول درياوې شته او له دې جلمې څخه يو مشهور او مروج ډول يې د ختيځ افريقايي دريا ده.

د دغه ډول افريقايي دريا نوم چيمبې دی او د چيمبې ټاټوبی اصلي ځاى د افريقا ختيځه برخه ده. په دغه سيمه کې چيمبې په ډېرو زياتو مهمو مراسمو او نندارو كې وهل كيږي. مثلا:د واده په مراسمو كې، د نويو ماشومانو د زيږېدو په مراسمو كې، په جګړو کې د برياليتوبونو د نمانځنې په مراسمو كې، په تخت باندې د پاچاه د کښېناستلو په مراسمو او داسې نور كې. د افريقا په يوګاندا کې د درياوو شمېر د پاچا يا د قبيلې مشرانو لپاره ډېر مهم دی چې زياتې درياوې ورته وهل كيږي په دې مانا چې زيات احترام او واک لري، تر يوې اندازې پورې د دوى د شان او مقام سره سم د درياوو شمېر ټاکل شوی دی چې هغه مشر چې زيات واکمن او د لوړ مقام خاوند وي زياتې درياوې يې په وياړ غږول كيږي.

د درياوو يو بل مهم رول د معلوماتو خپرول دي. پخوا په ډېرو اوږدو مودو کې د غربي هېوادونو بدو سوداګرو افريقايي وګړي به د غلامانو په توګه كارول او افريقايي وګړي به يې په زور نيول او په غربي هېوادونو به يې خرڅول. نو افريقايي وګړيو د دوى د نيولو له مصيبت څخه د ځان ژغورنې لپاره به درياوې وهلې او د دغه ځانګړي ډول اواز له لارې به يې خپل نورو دوستان ته په دې وسيله خبر ورکولو.

په ننني بېجينګ کې د درياوو درسونه هم ډېر مروج دي. چينايان دغه عنعنوي درياوې د يوې ځانګړې الې په شان ګوري او په بېل بېلو سندرو ويلو کې له دريا څخه ګټه اخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای