CRI Online

د يوې خبريالې په توګه زما خوشالی او انديښنی

cri     (GMT+08:00) 2010-04-05 20:30:21

دوه کاله کيږي چې د سي ار اي راډيو د يوې خبريالې په توګه مې دنده ترسره کړې چې په ترڅ کې خوشالی او خواشينی تل د غبر ګونی په شان موجود دی.

خوشالی البته شته ، په تيره بيا کله چې زما پروګرام چې "بهرنيان په چين کې " نومېږي، د ګرانو اوريدونکو لپاره خوښ کيږي ، کله له درانو افغان ميلمانو سره مرکه کوم او دوستان کيږي او کله زما په ويبلاګ کې د ليدونکو لخوا پاتی شوی تبصرونه او وړانديزونه ګورم......که څم هميشه د کارونو په ترڅ کې لږڅه سترې شوم ، خو زما زړه تل له دومره خوشاليو څخه ډکه ده .

هغه وخت چې په پوهنتون کې مې زده کړه کوله ، هره ورځ مې داسي هيله درلوده چې ژر ترژره په ټولنه کې ګډون وکړم او د کار له لارې خپل عايدات ترلاسه کړم ،ځکه هغه وخت کې زما په نظر کې اقتصادی خپلواکی په دې مانا وه چې بې د مور او پلار د اجازې نه هره پريکړه پخپله ونيول شي. خو کله چې په رسمي توګه د سي ار اي لخوا استخدام شوم ، هيڅوک نه و چې د ښوونکو په شان هر سهار پروخت راويښ کړم اود زده کړي دندې د ترسره کولو لپاره وهڅوم ،خو اوس هره ورځ بايد په شعوري ډول خپل کار ترسره کړم او کله کله په دې انديښمن هم يم چې خپل کار په ښه توګه ترسره کيږي که نه؟ په جيب کې څو يوانه پيسې پاتې دي او ايا دغې پيسې زما د روانې مياشتې د ژوند لپاره کافی دی که نه ؟ ....... په پاي کې د تش په نامه اقتصادي خپلواکۍ په مفهوم پوه شوم، دا ښايي د ودې بيه وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای