CRI Online

د چين په يو شو ولسوالۍ کې زلزله وشوه

cri     (GMT+08:00) 2010-04-15 20:41:39

 

د اپريل په ١٤ مه نېټه د چين د چينګهای ولايت د يو شو ايالت په يو شو ولسوالۍ کې د ريکټر اووه عشاريه يو درجه زلزله وشوه چې له امله يې شږ سوه او اوولس تنه مړه شوي او نهه زره او يو سل او لس تنه ټپيان شوي دي.

د چينګهای ولايت د مليکي چارو ادارې خبر ور کړ چې له دغې زلزلې وروسته بېلا بېلو ټولنو په جلا جلا توګه خپلې بسپنې ور کړې چې د اپريل د پنځلسمې نيټې له غرمۍ وروسته تر پنځو بجو پورې د بسپنې اندازه پنځوس مليونه او دوه لکه او نوي زره يوانو ته رسيدلې ده.

د چين صدراعظم ون جيا باو او د ده مرستيال هوي ليانګ يوو په وار سره زلزله ځپلو سيمو ته لاړ او د ژغورنې کارونو لپاره يې اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه.

ځينو هېوادونو او سيمو د اعلاميو او ويناوو له لارې په دغه زلزله کې د مرګ ژوبلې له امله خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړه .

تر اوسه پورې د اته دېرش تنو په شمول د لومړنې ډلې ټپيان د چينګهای ولايت د شي نينګ ښار ته ورسيدل او روغتون ته ليږدول شوي دي. د دې ترڅنګ زمونږ پوځ تر کنډوالو لاندې څه باندې زر تنه کسان ژغورلي دي .

 

له روان کال راهيسې د چيلي او مکسکو په شمول ځينو هېوادونو کې زلزلې وشوې چې سر ومال ته ډېر زيانونه رسېدلي دي.مونږ هيله لرو چې ګرده نړۍ په سوله او ارامتيا کې پاتی وي او لږې زلزلې او مصيبتونه رامنځته شي .

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای