CRI Online

د ارجانتين د فوټبال مشهور لوبغاړي مارادونا او ميسي

cri     (GMT+08:00) 2010-06-29 14:42:04

 

ديګو ارماندو مارادونا چې د ١٩٦٠ کال د اکتوبر په دېرشمه نېټه زېږېدلی دی، د ارجانتين د فوټبال په تاريخ کې په ډېرو مهمو لوبغاړيو کې يو دی. د تېرې پيړۍ په اتمې او نهمې لسيزې کې يې د ارجانتين د فوټبال په استازي په توګه ګڼل کېږي. په ١٩٨٦ کال کې د فوټبال د نړيوال جام په سياليو کې مارادونا د خپلو کوښښونو او غوره تخنيکونو له لارې د ارجانتين ټيم په مشرۍ برياليتوب تر لاسه کړ او لومړی مقام ونيو. ورپسی په تېرو لسګونو کلونو کې مارادونا تل د خلکو پاملرنه راجلبوي. د ٢٠٠٨ کال نه تر اوسه پورې مارادونا د ارجانتين ټيم د روزونکي په توګه د فوټبال په لوبو کې بيا ګډون کوي. روان کال د مارادونا په مشرۍ د ارجانتين د فوټبال ټيم هم د فوټبال د نړيوال جام په سياليو کې ګډون کوي.


1 2 3
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای