CRI Online

د چين د مشهور انځورونکي وو ګوان جونګ په ياد

cri     (GMT+08:00) 2010-07-23 17:32:14

د چين مشهور انځورونکي وو ګوان جونګ د جون په ٢٥مه نېټه په بېجينګ کې مړ شو .له دې نه مخکې هغه زور ته ويلی و چې د ده په استازيتوب به يې په روان کال کې انځور شوي څلور انځورونه په وړيا توګه د هانکانګ هنري موزيم ته ور کړي .

د شلمې پيړۍ د اتمې لسيزې له منځنې مودې څخه په چين کې د انځورونو بازار رامنځته شو.پر همدي مهال وو ګوان جونګ ځيني انځورونه وپلورل ، خو ور پسې يې هغه حالت کشف کړی چې زيرمه کوونکي د انځورونو له اخيستلو وروسته يوازی په خپلو بکسونو کې دغه انځورونه زيرمه کړل چې دا د زيرمه کوونکيو په اړه د ښاغلي وو له نظريو سره ډېر توپيرونه درلودل.

تر دې وروسته ښاغلي وو هېڅ انځورونه ونه پلورل .هغه وويل : هغه انځورونه به چې خپل ځان ډېر خوښوي ،زيرمه کوونکيو ته ونه پلوري،دوی په ريښتينی توګه له هنر سره ډېره مينه نه لري او د انځورونو اخيستنه د يوې سوداګريزې پانګونې په توګه بولي.خو په لويديزه نړۍ کې زيرمه کوونکي هميشه د خپل ځان له خوا د انځورونو تر ساتلو وروسته په وړيا توګه هنري موزيمونو ته ور کوي.نو ځکه د چين او بهرنيو هېوادونو زيرمه کوونکيو ترمنځ ډېر توپيرونه شته دي.

که څه هم ښاغلي وو يو ډېر مشهور انځورونکي وی ، خو ژوند يې ډېر اسان و .د ده او مېرمن ټولې جامې په سومارماکيټ کې اخيستل شوي وو .دوی په دريو ډوډيو کې يوازی سابه او وريجي خوړل .

په ٢٠٠٩ کال کې هغه نژدې ټول انځورونه په وړيا توګه هنري موزيمونو ته ور کړل او ويې ويل چې زما هنر تر خلکو پورې تړاو لري او زما انځورونه مې ټول موزيمونو ته ور کړل او هيله من يم چې عام وګړي په بېلا بېلو موزيمونو کې زما انځورونه وګوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای