CRI Online

يون نان ولايت ته زما سفر (٣)

cri     (GMT+08:00) 2010-09-20 18:00:50

د لي جيانګ لرغونی علاقه دارۍ

په تېرو څو کلونو کې لي د جيانګ لرغونی علاقه دارۍ په چين کې د ګرځندويۍ له ډېرو مشهورو او ښکليو ځايونو څخه يوه ګڼل کېږي. لي جيانګ لرغونی علاقه دارۍ زر کلن تاريخ لري او د نا شي قوم نسل په نسل په دې ځای کې ژوند کوي. په دغه علاقه دارۍ کې لرغونې پخوانۍ ودانۍ په ښه توګه ساتل شوې. کله چې تاسې په کې يي ګام پورته کوئ، د خلکو زرکاله پخوانی ژوند به سترګو ته ودرېږي. په تېرو څو کلونو کې د سيلانۍ د پرمختګ له امله، دغه علاقه دارۍ هم له يو شمېر عصری فضا څخه ډکه شوې ده چې په کې نڅا ځايونه او پلورونځی زيات دی. نو دغه علاقه دارۍ ګام په ګام د بهرنيانو مينه وال ځانته راجلبوي.

 

د لي جيانګ لرغونې علاقه دارۍ ته نژدې د لا شي های په نامه د اوبو بند

په لي جيانګ کې د لرغونو ودانو يو نمونه

په غره کې د دغه لرغونی علاقه دارۍ يوه ښکلې منظره .

په شپه کې خلک تل د نيکو هيلو د څرګندولو لپاره د ګلانو ډيوه لښتۍ ته ورکوي.

په شپه کې د لي جيانګ په علاقه دارۍ کې ښکلي څراغونه

شوق او ذوق او د ژوند رنګارنګې په لي جيانګ


1 2
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای