CRI Online

يون نان ولايت ته زما سفر (٤)

cri     (GMT+08:00) 2010-09-20 18:10:08

د شيانګريلا په نامه د دنيا پرمخ د جنت په شان ښکلې سيمه

په هر هېواد کې د جنت په اړه متل د خلکو ترمنځ دود دي. د شيانګريلا په نامه ولسوالۍ د چين د يون نان ولايت په شمال لويديزه برخه کې پرته ده. په ځايي تبتي ژبه کې د شيانګريلا معنی د خلکو په زړه کې لمر او سپوږمی په مانا دي. په ١٩٣٣ کال کې د امريکا د داستانونو مشهور ليکوال جاميس هيلټون د ورک شوي افق په نامه يو داستان وليکلو چې يي په دنيا کې د جنت په توګه يوه دايمي هوسا او ارامې سيمې په نوم ياده کړله. ورپسې شيانګريلا مشهوره شوې ده او د نړيوالو سيلانيانو او کاشفانو په زړونو کې يې د ستر ځای په توګه ځان خپل کړی دی.

شيانګريلا زما د سفر لپاره يو ډېر مهم تمځای و. کله چې له نژدی دښتې، ځنګلونه او جهيلونه مې وليدل، بشپړه پوه شوم چې طبيعي منظرې يې څومره خلاقيت او جذابيت لري او په دغه سيمه کې خلک او طبيعت په مناسبه توګه سره همغږي شوي دي.

د لي جيانګ څخه شيانګريلا ته زموږ د سفر عامه بس

د سړک پر غاړه سيند

د تبت د بودايي دين معبد

توره خوله لرونکی کارغه

هغه اوربشې چې خاص د تبت په لوړو کې کرل کېږي.

له ليرې ځای د بودايی دين معبد منظره.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای