CRI Online

د چين لوی ديوال

cri     (GMT+08:00) 2010-12-18 18:39:44

په چين کې يوه اصطلاح ده چې وايي، څوک چې لوی ديوال ته نه ځي، پياوړی سړی نه بلل کېږي. په رښتيا لوی ديوال د چينايانو فخر دی او په نړۍ کې يو لوی اعجاز بلل کېږي. د دوه زرو او پنځه سوو کالو مخکې، د چين لويه خاوره په اوو وړونکو ملکونو ويشل شوی وه او دغو اوو ملکونو د پرديو د تيری نه د ځان د دفاع لپاره د خپل جغرافيايي موقيعت سره سم ديوالونه جوړ کړل.

له نن نه څه د پاسه دوه زره او دوه سوه کاله مخکې، د چينګ نومی ملک امپراطور نورو شپږو ملکونو ته ماتی ورکړ او د چين په ارته خاروه کې يې لوی سلطنت جوړ کړ او په دې توګه چين د لومړی ځل لپاره د يوه واحد هېواد په حيث اعلان شو. د چينګ سلطنتي قدرت د پرديو د تيريو سره د مقاومت کولو او د تل لپاره په شاهی کورنۍ کې د خوندی ساتلو لپاره يوه داسی لويه پروژه جوړه کړه چې د پخوانيو نورو شپږو ملکونو ټوټه ټوټه جنګي ديوالونه يې له خپلو ديوالونو سره پيوست او ترميم کړل.

د هغې زمانې نه وروسته، د دوو زرو کالو په اوږده تاريخي دوره کې د چين د فيوډالی ټولنې په هره شاهی سلسله کې جنګي ديوالونه بيا منظم او نوي جوړ شول. په تېره بيا د مينګ په امپراطوری دوره کې يعنی د پنځه شپږ سوو کالو نه مخکې دغه ديوالونه اتلس ځله ترميم شوي او تر اوسه پورې هم ښه ساتل شوي دي.

د چين لوی ديوال چې شپږ زره اووه سوه کيلومتره فاصله لري، لکه يو غټ ښامار د چين په ارته خاوره کې له ختيځ نه تر لويديځ پورې د غرونو سره سم کښته پورته غزيدلی دی. د لوی ديوال مبدا د هه بی ولايت د شان های ګوان لويه کلا ده چې لکه د ښامار د سر په شان د بوهای سمندر په وړاندې هسکه غاړه ولاړه ده او د چين په ګان سو ولايت کې د جاه يو ګوان کلا د لوی ديوال پای دی.

د چين لوی ديوال چې په اوسنۍ نړۍ کې تر ټولو نه ښه ساتل شوی اوږد قديمي ديوال دی. ځيني برخې يې د ترميم نه وروسته د سيل وړ ځايونو په حيث سيلانيانو ته خلاص شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای