CRI Online

تايوان ته زما سفر (١)

cri     (GMT+08:00) 2010-12-21 16:31:15

ټولو ته مالومه ده چې تايوان د چين يوه نه بېلېدونکې برخه ده. دغه د چين لومړی لوی ټاپو د ارام سمندر له بېلا بېلو هېوادونو سره د چين د تماس نيولو لپاره يو مهم ترانسپورټي اډه ده. په تاريخ کې تايوان په جلا جلا توګه د هسپانيې، هالند او جاپان لخوا نيول شوی او له جاپان سره د چين جګړې تر بريالي کېدو وروسته، تايوان بېرته د خپل هېواد په غږ کې و، خو په ١٩٤٩ کال کې د چين د کورنۍ جګړې له امله، تايوان يو ځل بيا د چين له سترې برخې نه بېل شو. له پنځوسو کلونو راهيسې، په دغه سيمه کې د سياست ، اقتصاد، کولتور او ټولنې په حالاتو کې ستر بدلونونه رامنځته شوي دي.

زياتره چينايان د تايوان په هکله پيچيلی احساسات لري، زه هم. څرنګه چې موږ پېژنو دا زموږ د هېواد يوه برخه ده، خو له اوږدې مودې راهيسې دغه ټاپو سترې برخې ته دروازه بنده کړی و. په ٢٠٠٨ کال کې د ګوه مين دانګ ګوند مشر ما ينګ جيو د تايوان د مشر په توګه وټاکل شو او تر دې وروسته د تايوان سيلانۍ چارې د سترې برخې وګړيو ته پرانيستل شوې. په وروستيو کلونو کې تايوان ته د سترې برخې د تلونکو شمېر د څرګند زياتېدو په حال کی دی. په عين وخت کې لګښت يې هم کم شوی دی. پخوا د اتو ورځو لپاره سفر لګښت شاوخوا اته زره يوانه وه او اوس يوازی څه نا څه پنځه زره پنځه سوه يوانه دی.

زما په خاطره کې تايوان يو داسی ځای دی چې زيات اورښتونه او سخت بادونه لګښت او زلزلې پکې پېښيږی، ډېر خوندور خواړه لري او ډېر مشهور سندرغاړي هم لري. د تېر نومبر په اتلسمه نېټه سهار تر نژدې دری ساعتي الوتنې وروسته، تايوان ته ورسېدم.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای