CRI Online

څو ګرم ټکيو ته رااړوم

cri     (GMT+08:00) 2011-04-11 18:54:09

د چين د دوه ملي مجلسونو غونډې د تېر مارچ په ١٤ مه نېټه پای ته ورسيدلې چې د غونډو لړۍ يې ١١ ورځې دوام درلود او د غونډو په ترڅ کې برخه والو د عامو وګړيو په استازيتوب مرکزي حکومت ته خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړل. د اړوند خبر له مخې، ځينو استازيو دا وړانديز هم وکړ چې هرې کورنۍ ته د دوو ماشومانو د لرلو اجازه ورکړی شي. دغه خبر د زياتو وګړيو د پاملرنې وړ وګرځيد. ځينې وګړي وايي، دوی غواړي څو ماشومان ولري، څو چې د دوی اولادونه د پلرونو او ميندو د ژوند په وروستۍ وخت بوډاتوب کې د دوی ښه پالنه وکړي. خو د ځينو په اند د يو ماشوم له لرلو څخه د لوړو او ښو زده کړو تر بشپړولو پورې زيات لګښتونو ته اړتيا ده، لږ تر لږه دوه سوه او پنځوس زره يوانو مصرفيږي چې دا نژدې له څلوېښت زرو امريکايي ډالرو سره برابرې پيسې دي. ښاغلي يانګ په يوه شرکت کې کار کوي هغه خبريال ته وويل، دی ډېر بوخت دی او اقتصادي فشارونه هم پرې ډېر زيات او سخت دي، نو نه غواړي چې ژر ماشوم ولري.

د کورونو بيو کنټرول د ملي مجلسونو د استازيو د پاملرنې وړ يوه بله مسئله وه. اوس په بېجينګ، شانګهای او داسې نورو لويو ښارونو کې د کورونو بيې ډېرې لوړې شوې دي، د چينايانو په نظر، کور درلودل د هر چا لپاره دومره مهم دي چې د ېوې کورنۍ د بشپړېدو مانا لري، نو ډېر وګړي له بانکونو څخه د پور اخيستلو له لارې نوي کورونه اخلي. خو ډېر ځوانان بيا دغه د پور اخيستل لاره چاره ښه نه ګڼي، ځکه دوی نه غواړي د ځوانۍ له مودې څخه د ډېرو پورونو تر درنو بارونو لاندې راشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای