CRI Online

مايکرو بلاګ !

cri     (GMT+08:00) 2011-04-11 18:55:28

اوس په چين کې ډېر وګړي مايکرو بلاګ کاروي، مايکرو بلاګ د ويبلاګ په شان يوه انټرنېټي پاڼه ده خو د ويبلاګ په نسبت لا يو څه ښې انسانتياوې لري، ځکه خلک يې نه يوازې د کمپيوټر په وسيله کارولی شي، بلکې په هر ځای او هر وخت کې د خپل موبايل تلېفون، لکه ايفون، ايپاد له لارې خپل لنډ پيغامونه په کم وخت او چټکۍ سره خپرولای شي. مايکروبلاګ زما هم ډېر خوښ دی، هره شپه له خوب مخکې د خپل مايکروبلاګ پاڼه خلاصوم، خپل نوي عکسونه پکې خپروم او ګورم چې ملګريو مې څه نوي تازه شی خپاره کړي دي.

ګرانو دوستانو په دې هکله يوه په زړه پورې کيسه هم شته، او هغه دا چې وايي، يو سړی تشناب ته لاړ، خو ګوري چې د تشناب کاغذ نشته، ورخطا کيږي نو سمدلاسه خپل مايکرو بلاګ پاڼه پرانيزي له لارې پيغام لېږي او پر نورو د مرستې غږ کوي، لږه شيبه وروسته يو بل سړي يې مرستې را دانګي او د تشناب کاغذ ورسوي! دا يوازې يوه ټوکه ده، خو له دې څخه د مايکرو بلاګ ځانګړتياوې هم ښکاري.

لږه موده مخکې، يو پروفيسر هغه مايکروبلاګ تر دې نامه لاندې خپور کړ چې نوم يې دی په هر وخت او هرځای کې عکسونه واخلئ ترڅو ګدايګر ماشومان وژغورل شي. دغه پروفيسر له ټولو کسانو غوښتنه وکړه چې د لارې پر غاړه د هغو ګدايګرو ماشومانو عکسونه واخلي او په مايکرو بلاګونو کې يې خپاره کړئ چې د انساني قاچاقچيانو لخوا په ناوړه توګه کارول کيږي. دغه مايکرو بلاګ د زياتو وګړيو د پاملرنې وړ وګرځيد، د خوښۍ وړ خبره دا ده چې څو ماشومان له دې امله د مايکروبلاګ په مرسته د پوليسو لخوا وژغورل شول او خپل کورونو ته بېرته ور وليږدول شول.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای