پرون مې د يو يوان تان په نامه باغ کې د ګيلاس ګلونه کتلی او څو ښکلي عکسونه مې هم اخيستلی دی.
د يو يوان تان باغ يو ډېر لوی باغ دی ، په وروستيو ورځو کې په دغه باغ کې ډېر ښکلي د ګيلاس ګلونه غوړيږي چې د ډېرو سيلانيانو خوښ دي .
هر کال د ګيلاس ګلونو د غوړيدلو وخت ډېر لنډ دی ،ښايي چې دغه ډول ګلونه نن په پوره توګه غوړيږي ، خو سبا به د ګلونو زياتره پاڼي پر ځمکې ولويږي، کله چې باد لګيږي، د ګيلاس ګلونو پاڼي به د باران په شان پر ځمکې ولويږي .
څو عکسونه تاسو ته وړاندې کوم ، هيله منه يم چې ستاسو به خوښ وي.

د يو يوان تان باغ دروازه

د يو يوان تان باغ په ننه

ښکليو منظرو ډېر عکسونه اخيستوونکي راجلب کړي دي

د سيند پر غاړې د ګيلاس ګلونه

د لمر تر ځلان لاندې ښکلي د ګيلاس ګلونه

ډېر ښکلي رنګ
| © China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |