CRI Online

دوهمه برخه

cri     (GMT+08:00) 2011-06-09 15:10:04

 

د سې شنبې ورځ، د مې ١٧مه نېټه:

د ٢٠١١زېږديز کال سې شنبې په ورځ چې د مې مياشتې له اوولسمې نېټې سره برابره ده لس بجې د چين نړيوالې راډيو له ودانۍ څخه په يو کاسټر موټر کې د بېجينګ نړيوال هوايي ډګر په لور روان شولو، يو ساعت وروسته د بېجينګ نړيوال هوايي ډګر ته ورسېدو، انحوی ولايت ته مو الوتنه د ورځې پنځه دقيقې کمې دوولس بجې وه، له بېجينګ څخه تر انحوی ولايت پورې د الوتکې الوتنې يو نيم ساعت وخت ونيو، د انحوی ولايت مرکز د هفۍ هوايي ډګر د بېجينګ په پرتله دومره لوی نه و، د کابل هوايي ډګر په شان را ته ښکاره شو، خو دلته هر څه منظم دي، ويل کيږي چې د انحوی ولايت مرکز هفۍ کې د يو بل لوی نوي عصري هوايي ډګر جوړولو کارونه به هم ډېر ژر پيل شي. تر هوايي ډګر بهر يو کاسټر موټر زموږ د لېږد لپاره تيار ولاړ و، د ډلې مشري مو د سي ار ای د اووم پوړ د مرکز مرستياله شُوشَوچون وه دا مهربانه مېرمن ده، پخوا مې ليدلې وه، خو ورسره اشنا نه وم د سفر پر مهال پر ټولو پام ساتي.

کاسټر موټر مو د هفۍ له هوايي ډګره حرکت وکړ، د انحوی ولايت په جنوب ختيځ کې پرتې د جينګ ولسوالۍ د شونجه کاغذ جوړولو عمده ځای ته روان يو، له هفۍ څخه تر جينګ ولسوالۍ پورې د موټر مزل څلور ساعته وخت واخيست، ماښام مهال په لاره کې د ماښامنۍ لپاره يو رستوران ته ور وګرځېدلو، خوارکونه يې ډېر و، خوندور به ځکه دوی ډېر هوس او خوند خوړل، خو ما يې يوازې ننداره کوله په نه زړه مې يو څه بې مالګې وريژې او لږ څه سابه وخوړل، د شپې نهه نيمې بجې جينګ ولسوالۍ ته ورسيدو، ستړي ستومانه و، د ولسوالۍ په مرکز کې هوټل ته لاړو او وعده مو وکړه چې سهار اووه بجې به د سهارنۍ لپاره په لابي کې را غونډيږو او ورپسې به د کاغذ جوړولو فابريکې ليدلو ته ورځو.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای