CRI Online

د چارشنبې ورځ، د مې اتلسمه نېټه

cri     (GMT+08:00) 2011-07-28 20:11:00

د سهار اووه نيمې بجې، د هوټل په لابي کې د سهارنۍ لپاره سره راټول شو وروسته مو د جينګ ولسوالۍ د هغو کليو په لور چې د شياولېنګ په نامه ياديږي حرکت وکړ کوم چې د شونجه په نامه ځانګړی کاغذ يوازې د انحوی ولايت په همدې سيمه کې جوړيږي، دلته شاوخوا ټوله ځمکه شنه مالوميږي، زموږ موټر هم د شنو ونو په منځ کې ګړندی روان دی، ځای ځای د ځايي خلکو ښکلي نوي کورونه هم تر سترګو کيږي، په ځينو ځايونو کې پخواني زاړه کورونه هم په نظر راځي، دغو لېرو پرتو غرنيو کورونو ته د برېښنا مزي هم ورغزيدلي دي، بزګران يې په کروندو په کارونو لګيا دي، د غنمو لونه يې شروع دي، په ځينو پټيو کې د شولو په نيال کولو لګيا دي. نهه بجې د شونجه ځانګړي کاغذ جوړولو حکومتي فابرېکې ته ورسيدلو، د ځايي سيمې د مطبوعاتي چارو مرستيال موږ ټولو ته د هرکلي او ستړي مه شي لپاره انتظار و او د نن ورځې تر پايه تر څو چې موږ بېرته هوټل ته نه و راګرځېدلي راسره ملګری و.

د شونجه کاغذ جوړولو فابريکه:

د فابريکې ودانيو ساختماني جوړښت بڼه د چين دوديز لرغوني سبک سره جوړه ده زړه پخوانۍ ودانۍ ده، په دغه سيمه کې د کاغذ جوړولو چارې لومړی د سيمې يو ځايي استوګن په ١٠٥ميلادي کال کې چې کايلون نومېده له خوا پيل شوې اوس د همغه شخص د درناوي په وياړ يوه مجسمه يې هم د فابريکې په انګړ کې ولاړه ده، د وخت په تېرېدو سره کاغذ جوړولو دې صنعت د ځايي خلکو له خوا يې نوره پراختيا وموندله او د کاغذ جوړول د خلکو تر منځ د دې سيمې په يو دوديز صنعت بدل شول او دغه ددې سيمه تر ټولو لويه حکومتي فابريکه په دې ځای کې ودانه شوله. چې شا و خوا خورې ورې نورې څانګې هم لري.

د کاغذ لپاره اومه مواد په سيمه کې نژدې د يو ډول ونې له پوست څخه برابريږي، د برابرولو چارې او پړاوونه يې ډېر پېچلي، ستونزمن دی له سخت زحمت نه ډک او ستړی کوونکي کارونه يې دی، دوی خپل ټول کارونه په لاس او لاسي وسايلو او د مټو په زور کوي، د سيمې خلکو زحمت ګاللی چې هم يې ټولنې ته او هم ځانونو ته خير رسولی، له اقتصادي پلوه شتمن دي، دوی ته د کاغذ له دې درکه ښه عايد په لاس ورځي، د نوموړي کاغذ جوړولو کارونه لا اوس هم په لاسي ماشينونو ترسره کيږي، لکه د ونې د پوست او وښو راټول، وچول، په پايکو کې يې ميده کول، پرې کول، په پښو باندې يې پخول، په اوبو کې يې جاليو کې نينول، د کاغذ وچول، د کاغذ پريکول او داسې نور اوږده پړاوونه يې هر يو په لاسونو ترسره کيږي، د هر سيلاني لپاره په زړه پورې ښکاري، کله چې مې پوښتنه وکړه چې ولې له عصري ماشينونو څخه د کاغذ په جوړولو کې ګټه نه اخيستل کيږي چې زحمت يې هم کم وي او بل به يې کيفيت تر دې لا نور هم ښه شي، سره د دې چې چين اوس د پرمختللې ټيکنالوژۍ او ماشينونو لرونکی او جوړوونکی هم دی، د کاغذ جوړولو دا لاسي ماشينونه خو د تېرو زمانو او پيړيو دي او کارونه يې هم سخت دي، دا ولې نه عوض کوي، را ته يې وويل، چې د همدې کاغذ ښوالی په همدې کې دی د لاسي ماشينونو په وسيله چې کوم کاغذ جوړيږي کيفيت ښه دی، تر نورو ټولو هغو چې د ماشينونو په وسيله جوړيږي عمر يې زيات او تر زياتو مودو ساتل او نه خرابيږي، ځکه د دې کاغذ جوړولو په ترکيب کې له هيڅ ډول کېمياوي موادو استفاده نه کيږي نو تر پېړيو پېړيو خپل اصلي حالت ساتي. هو، د کاغذ جوړولو دا بهير د حيرانۍ وړ دی، چې په يووشتمه پيړۍ کې د پخوانۍ زمانو په لاسي ماشينونو د داسې لوړ کيفيت کاغذ جوړوي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای