CRI Online

شنبې ورځ، د مې يوويشتمه:

cri     (GMT+08:00) 2011-07-28 20:14:47

زموږ راډيويي سفر په انحوی ولايت کې ادامه لري، نن ورځ لومړی د شه ولسوالۍ د باجياو کلي کې د تانګ يو په نامه د هغو يادګاري څليو کتلو لپاره ورغلي يو چې د مينګ او چينګ امپراتوريو سلسلو په زمانو کې د دې سيمې د ځينو هغو نوموتو کسانو په وياړ ودان شوي دي چې د لوړو کارنامو لرونکي دي، دا اووه ځلي دي، چې په بېلابېلو وختونو کې د بېلابېلو کسانو په وياړ جوړ او تر نن پورې يې د تاريخ په پاڼو کې نومونه خوندي دي.

د شوذي په نامه يادګاري څلی، په ١٥٣٤زيږديز کال کې جوړ شوی او په ١٧٤٩ کې بيا ترميم شوی، دغه څلی چې د کوم شخص د يادګار په توګه جوړ شوی هغه داسې يو څوک و چې د خپل مور و پلار خدمت يې زيات کولو او په دې برخه کې يې له هيڅ شي درېغه نه کوله، بيا د هغه لمسي د خپل بابا د يادګاري څلي جوړول وغوښتل او امپراتور هم ورته د داسې ښه شخص په نوم د څلي د جوړولو اجازه او فرمان ورکړ.

دوهم څلی، د دوه داسې مينانو په ياد جوړ شوی دی، کوم چې هغوی خپلو کې سره زياته مينه لرله د وطن څخه د دفاع لپاره د جګړې ډګر ته ولاړل خو دواړه په جګړه کې د دښمن له خوا اسير او ونيول شول، دښمن ظالم غوښتل چې دوی يو د بل په مخ کې ووژني، خو له دوی هر يوه غوښتل چې لومړی دې هغه ووژل شي او يو د بل وژنې زغم او توان تاب يې نه درلود. پنځه نور څلي هم هر يو په خپل ځان کې د يوې تاريخي کيسې او نښې درلودونکی دی د ځينو نورو نامتو کسانو په وياړ اباد شوي دي، دا څلي هر يو ډېر لوی دي له لويو تراش شوی ډبرو څخه جوړ شوي دي، په څنګ کې يې په ډبرليکونو چينايي او انګليسي ژبو باندې اړوند معلومات ليکل شوي دي. د ګرځيندويانو لپاره لارښودي هم شته چې د دغو تاريخي ارزښت لرونکيو څليو په هکله لېدونکيو ته اړوند مالومات ورکوي.

بل تمځای مو دوشون په کوڅه کې د تاريخي لرغونو کورونو څخه ليدنه ده، په همدې کوڅه کې څو لرغونيو کورونو ورغللو. چې اوس د حکومت تر حفاظت لاندې دي خو خلک هم پکې اوسيږي خو خرڅلاو يې منعه دی.

تر غرمنۍ خوړلو وروسته مو د انحوی ولايت په همدې د شه په نامه ولسوالۍ کې، يو بل لېرې پروت کلي په طرف حرکت وکړ، د موټر له دوه نيم ساعته مزل وروسته نوموړي کلي ته ورسېدو، په لاره کې مو د ډېرو ښکلې طبعي منظرو ننداره چې نری نری باران هم ورېدلو کولو غرونه ټولو په ونو او ځنګلونو ډک پوښلي دي، په ځينو ځايونو کې خو به د ورېځو لړې پر غرونو دومره را ټيټې وې چې د غرونو سرونه به يې په خپلو لړو کې پناه کړي و. د خونګ کلي ته ماسپښين قضا درنيمې بجې ورسېدلو، دلته په دې کلي کې هوا ډېره پاکه خو لږ څه سړه ده، يوه کورني رسټوران مو د شپې تېرولو لپاره انخاب کړ، دا کور په چيني دوديز ساختماني سبک جوړ شوی دی، چې اکثره پکې له لرګي کارول شوی دی، له لږ څه دمې وروسته د کلي د تاريخي ځايونو کتلو ته ور ووتلو. د دې کلي له کتلو وروسته به زموږ بل تمځای د شيدي کلی وي، هغه کلی هم په دې ولسوالۍ کې موقعيت لري. دا ولسوالۍ د مساحت په لحاظ ډېره لويه ده، په افغانستان کې ګومان کوم چې تر ټولو لوی ولايت به هلمند وي، خو دا ولسوالي د مساحت په لحاظ تر هغه هم لويه ده.

که څه هم زما سره د سفر نور ملګري چينايان دي، د دوی په ژبه را ته پوهېدل ګران دي هغه څه چې ليکم زما د خپل ليد او يا له ډبرليکونو څخه اخځ دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای