CRI Online

د يکشنبې ورځ، د مې دوه ويشتمه:

cri     (GMT+08:00) 2011-07-28 20:15:46

نن د سهار ورځې له پيله اسمان له وريځو ډک او باراني دی، شړکنده باران اوريږي، دا کلی دی، خو لارې او کوڅې يې په غرنيو پلنو ډبرو باندې فرش شوي دي، نو ځکه چيکړو او خټو ويره نشته، په څنګ کې يې د روانو اوبو لښتي بهيږي د د انحوی ولايت د شه ولسوالۍ د خونګ په نامه کلی دی، هر څه يې په زړه پورې ښکاري، د کلي دوکانونه او د کلي و کورونو جوړښت جالب دی لکه د انځور په شان ښکاري، نن د اوونۍ دی او رخصتي ده، که څه هم باران اوريږي خو د ګرځندويان لګيا دي ګرځي هر چېرې ډلې ډلې ښکاري، ځايي اوسېدونکي وايي، هره ورځ ګرځندويان له دې کلي سيل لپاره راځي خو د اوونۍ د پای رخصتۍ کې بيا د ګرځندويانو شمېر تر نورو ورځو زيات وي کابو تر يو لک پورې يې شمېر په ورځ کې رسيږي، چې د ځايي اوسېدونکيو لپاره د درامد ښه سرچينه ده، دې لرغوني کلي ته ننوتل وړيا نه دي، لومړی هر کس اړ دی چې په يو سلو څلور يوانه ټيکټ واخلي چې اووه سوه افغانۍ کيږي، بيا کلي ته ننوتلو اجازه لري، د کليوالو هټۍ چې د چين د پخواني سبک، هنر او کولتور نماينده کوي، ګڼ شمېر ښکلي په زړه پورې ظريفې لاسي صنايع د هر ګرځندوی سترګې ورجلبوي او د دې کلي له پخواني جوړښتونو څخه خوند اخلي. هره خوا د ګرځندويانو لارښوونکي د خپلو ډلو تر مخ روان وي او د کلي بېلا بېلو ځايونو په هکله مالومات ورکوي.

موږ هم په دې شړکنده باران کې چې پلاسټيکي کڅوړې مو اغوستې او ځينو ملګرو چترۍ په سر نيولې روان يو، د خونګ په کلي کې د سپوږمۍ جهيل ليدلو ته ورځو، د دې جهيل په ارتبات يو هنري فلم هم جوړ شوی، چې ډېر مشهور مينوال لري او ځينو نورو ژبو ته هم ژباړل شوی، دې جهيل ته ځکه د سپوږمۍ نوم ورکړل شوی، چې جوړښت او شکل يې سپوږمۍ ته ورته دی، اوبه يې رڼې دي، پکې د شاخوا د غرونو، ونو او کليو کورونو او اسمان ورېځو انځورنو انعکاس په رڼو اوبو کې داسې څرګند بريښي لکه پخپله چې هلته يوه بله دنيا وي د جهيل په غاړه ګڼ شمېر خلک پورې ورې ليدل کيږي.

دلته مې چې يو بل څه پام شو او را ته په زړه پوري ښکاره شول، هغه ځای ځای د ښکليو هنرونو انځورګران دي لګيا دي انځورګري کوي چې شا وخوا د کلي ښکليو منظرو انځورګري کاږي دا د ښکليو هنرونو د پوهنځي محصلين دي، دوی ته د خپلو ښوونکيو له خوا کورنۍ دندې ورکړ شوي په وسيله د کلي ښکليو منظرو ساتنه د انځورګرۍ له لارې خوندي او هم يې نورو ته ولېږدوي.

د سپوږمۍ جهيل په غاړه يو کليوال رسټوران کې د غرمنۍ لپاره تم شولو، باران هم وريږي وروسته په همدې شړکنده باران کې تر خپل بس مو ځانونه ورسول او د همدې ولسوالۍ يو بل کلي شيدي په لور روان شولو، لومړی د شپې تېرولو لپاره مو يو کورني هوټل انتخاب کړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای