CRI Online

په ٢٠١١ کال کې د عربي هېوادونو لس لويې پېښې(١)

cri     (GMT+08:00) 2012-02-06 15:15:56

د ٢٠١٢ کال په رارسېدو سره د چين د سين هوا اژانس د تېر دسمبر په يودېرشمه نېټه په ٢٠١١ کال کې د عربي هېوادونو د لسو لويو پېښو په هکله مالومات خپاره کړل. اوس به تاسو ته وړاندې کړم.

لومړی، د تونيس ولسمشر له خپل هېواده تښتې ته اړ شو چې په نتيجه کې سيمه ايزه نارامی رامنځته شوه

د ٢٠١١ کال د جنوری په څوارلسمه نېټه په دې حال کې چې په هېواد کې د وګړيو د لاريونونو مخه و نه نيوله شوه، د تونيس ولسمشر بن علي مجبورا د حکومت د منحل اعلان وکړ او له خپلې مېرمن سره سعودي عربستان ته په کډه ورغی چې په دې توګه د ده څليرويشت تسلط پای ته رسيدلی دی. دغه راز سياسي ترينګلتيا له تونيس څخه لوېديځی اسيا او شمالي افريقا ته خپره شوې او په څو هېوادونو کې سياسي قدرتونه بدل شوي او يا اوضاع يې ترينګلی شوې دي. دغه پديده په عربي هېوادونو کې د سياست او اقتصاد په برخو کې د دايمي ستونزو په هکله د خلکو د ژور فکر سبب وګرځېد.

دوهم، مبارک له خپلې دندې څخه استعفا وکړه

د ٢٠١١ کال د فبروري په يوولسمه نېټه د مصر ولسمشر مبارک تر سخت فشار لاندې له خپلې دندې نه د اشتعفا اعلان وکړ او واک يې پوځي ادارې ته انتقال کړ چې له امله يې د ده نژدې دېرش کلن تسلط پای ته رسيدلی. د همدې کال د اګست په درېيمه نېټه مبارک د شخصي ګټو د اخيستلو او پر وګړيو د ډز کولو امر په صادرولو په تور تر محاکمې لاندې ونيول شو. اوس د مصر د استازيو جرګې له ټولټاکنې څخه څرګندېږی چې په رسمي توګه د سياست انتقالي بهير پرانيستل شوی، خو د دې هېواد راتلونکی د پاملرنې وړ ده.

درېيم، ناټو پر ليبيا بمبارۍ کړې او قذافي ووژل شو

د ٢٠١١ کال د مارچ په اوولسمه نېټه د امنيت شورا ١٩٧٣مه پرېکړه تصويب کړې چې له مخې به يې په ليبيا کې د نه الوت ساحې وټاکل شي. د روانې مياشتې په نولسمه نېټه د فرانسې، بريټانيا او امريکا په شمول د ناټو غړيو هېوادونو پر ليبيا بمبارۍ کړې چې د ليبيا مخالفينو يې ډېر ملاتړ کړی او د ليبيا د حکومت او مخالفينو تر منځ د ځواکونو تناسبت بدل شوی. د همدې کال د اګست په درويشتمه نېټه د ليبيا د انتقالي کمېټې پلازمينه تراپلس ونيوه او د اکتوبر په شلمه نېټه قذافي چې د دوه څلويښتو کلونو لپاره يې ليبيا اداره کړې، په خپل ټاټوبی کې ووژل

څلورم، اسامه بن لادن ووژل شو او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه لا هم يوه دايمي او سخته دنده ده

د ٢٠١١ کال د مې په لومړی نېټه امريکايي سرتيريو په پاکستان کې د القاعدې شبکې مشر بن لادن وواژه . خو په عربي ټاپووزمه کې ددې شبکې فرعي څانګه په يمن کې لا هم ډېر فعاله ده . د بن لادن وژل کېدل د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د پای مانا نه لري. بېلا بېل هېوادونه بايد د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې کوښښونو ته دوام ور کړي.

پنځم، جنوبي سوډان خپلواک شو

د ٢٠٠٥ کال د سوډان د جنوب او شمال تر منځ د هراړخيزې سولې تړون او د ٢٠١١ کال په جنوری کې د سوډان په جنوب کې د ټولپوښتنې له مخې، جنوبي برخه د جولای په نهمه نېټه له سوډان څخه جلا شوه او په همدې ورځ د جنوبي سوډان جمهوريت تاسيس شو. په دې توګه په افريقا کې تر ټولو لوی هېواد په دوو برخو ويشل شوی او د افريقا نقشه بدله شوېده. د جولای په څوارلسمه نېټه د م م پنځه شپېتمې اسامبلې موافقه وکړه چې د م م د غړي په توګه جنوبي سوډان ومنی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای