CRI Online

ليو شيانګ په نوی کال کې لومړی طلايي مډال تر لاسه کړ

cri     (GMT+08:00) 2012-02-20 16:59:01

د چين لوبغاړی ليو شيانګ د فبرورۍ په اتلسمه نېټه د برمينګهن د اتلاتيک په نړيواله سيالی کې د شپېتو مترو په اوږدوالي له موانعو سره د ځغاستې په مسابقه کې لومړی ځای ونيوه. دا په ٢٠١٢ کال کې د ليو شيانګ لپاره لومړنی نړيواله مسابقه ده.

په ټيم مسابقه کې ليو شيانګ او د کيوبا مشهور لوبغاړي روبس په جلا توګه لومړی مقام نيولی او په وروستۍ سيالۍ کې يې ګډون وکړ. خو ليو شيانګ په وروستۍ سيالۍ کې په غښتلي هوډ او قوت روبس ته ماته ورکړه چې په اوه اعشاريه يو څلوېښتو ثانيو کې طلايي مډال تر لاسه کړ چې اسيايي ريکارډ يې مات کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای