CRI Online

د چي شي اختر په هکله

cri     (GMT+08:00) 2012-09-03 09:28:14

د کرنيزې جنترۍ د جولای په اومه نېټه د چين دوديز اختر او نوم يې چي شي دی. د دې اختر سرچينه يوه کيسه ده چې وايي پخوا يوه ښاپېرۍ چې نوم يې جه نو و، له يو بزګر نيو لنګ سره مينه پيدا کړه او په نيکمرغۍ سره يې ژوند کاوه. د جه نو پلار يعنې د اسماني امپراطرۍ پاچا يو هوانګ دا دي ته د دې خبر تر رسېدلو وروسته ډېر ناخوښه او غوسه شو، هغه اسماني عسکرو ته حکم وکړ چې جه نو بيرته اسماني امپراطورۍ ته بوزي. په دې توګه جه نو او نيو لنګ يو له بل څخه جلا او نه شوی ليدلی او ډېر درد او غم يې له دې امله وګاله. د جه نو خويندو او په اسماني امپراطورۍ کې نورو ښاپېريو د جه نو لپاره سره پخلا کړل، په پای کې يو هوانګ دا دي جه نو او نيو لنګ ته اجازه ور کړه چې هر کال يو ځل سره وګوري . نو هر کال د بزګرۍ جنترۍ د جولای په اوومه نېټه چوغکې د جه نو او نيو لنګ لپاره د ځمکې او اسمان تر منځ دوصل يو پل جوړوي.
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای