CRI Online

د ليان شه په نوم کاغذ

cri     (GMT+08:00) 2011-11-18 18:14:23

ګرانو اوريدونکيو، نيکې هيلې او سلامونه !د چين د زړو کاغذونو له ډولو څخه د جيانګ شي ولايت د يان شان د ليان شه په نوم کاغذ د لرغونی تاريخ ، پيچلي تخنيک او ښه کيفيت له امله د چين په تاريخ کې يو مهم ځای نيسي . په ننني پروګرام کې به را سره د ليان شه کاغذ په باب د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره يان شان له نژدې وګوري.(اواز........)

که څه هم يان شان د چين په جيانګ شي ولايت کې يوه کوچنی ولسوالی ده ، خو د چين د کاغذ جوړولو په تاريخ کې ځلانده ځای لري . په لرغونی زمانه کې د چين زيات کتابونه د دغه ډول کاغذ په کارولو سره چاپېدل . د دوبي په پيل د يوې ورځې په سهار زمونږ خبريال د دغه ډول کاغذ له يو ماهرکارپوه چې خپلو نيکونو دغه کسب په ميراث اخيستی، د دې برخې تکړه استاذ جانګ شه کانګ سره مرکه وکړه چې په يوه کوچنۍ کوټه کې يې په اوبو کې په جاليو د کاغذ اوبلنده خميره نينول ،استاذ جانګ چې ونه دومره لوړ نه دی ، له لس کلنۍ څخه له خپل پلار څخه د کاغذ جوړولو مهارت زده وکړه . په دغه بهير کې د خپل لوړ و ژورو د يادونې په ترڅ کې يې داسې وويل (اواز..........) د ژمی په يخو ورځو کې په اوبو کې د جاليو په وسيله د کاغذ د اوبلنو موادو نينولو کار ډېر ستونزمن دی ، ځکه چې هوا ډېره سړه وي .خو بايد د ليان شه کاغذ د جوړولو په بهير کې له ډېر احتياط څخه کار واخيستل شي ، که نه ، کاغذ به خراب شي .

د ليان شه په نوم کاغذ د جوړولو لارې چارې ډېرې پيچلې دي . مثلا لومړی هغه بانسونه چې د دوبي موسم د رارسېدو مخکې يا وروسته د ودې په حال کې دي ، پرېکول ، تر څو مياشتو اورښت وروسته د چينې په اوبو کې پاکول او سپينول او داسې نور ، لنډه دا چې د استاذانو د مټو په وسيله د دوه اوياوو پړاوو تر بشپړېدو وروسته ښه کيفيت لرونکی کاغذ رامنځته کيږي .په دغو پړاوو کې د جوړونکو تجربې او مهارتونه ډېر مهم دي چې د کاغذ زيات کارکوونکي راغونډ شوی وي او د عصري تخنيک په وسيله نشی دغه دنده پر ځای کړای شي .

د نورو زړو کاغذونو په پرتله د ليان شه کاغذ ځانګړتياوې دا دي چې له لوندوالي او ګرمۍ سره د ډير مقاومت قابليت لری او د اوږدې مودې لپاره ساتل کېږي، د عمر وخت يې ډېر اوږد دی . د دغه ډول کاغذ کارپوه شه لي شونګ داسی وويل

(اواز............) د بانسي فايبرو تر سپينېدو وروسته جوړ شوی کاغذ د لوړې تودوخې په شرط کې خپل رنګ ساتي او د زيرمې وخت يې هم ډېر اوږد دی چې له امله يې د زرو کلونو کلن کاغذ په نوم ياديږي.

د دغو غوره ځانګړتياوو له امله د چين په تاريخ کې زيات کتابونه ، د خطاطۍ اثار او انځورونه د ليان شه کاغذ په وسيله چاپ شوي او لا تر اوسه ښه ساتل شوي دي . ښاغلي شه لي شونګ وويل

(اواز...........) د ليان شه کاغذ جوړولو تخنيکونه د چين د سونګ او يوان امپراطورۍ وروسته د مينګ په امپراطورۍ کې اوج ته رسيدلي دي چې پر هغه وخت په امپراطورۍ ماڼۍ کې رسمي سندونه ټولټال له دغه ډول کاغذ څخه په کار اخيستلو جوړ شويدي.

په هم دی وجه د ليانګ شه کاغذ د چيني ملت د تمدن د خپرولو په برخه کې ډير مهم رول لوبولی دی . د تېرې پېړۍ په اتمه لسيزه کې د ليان شه کاغذ هم د بېجينګ د ژونګ باو جای او د شانګهای د دو يون شون په شمول د مشهورو لرغونو کتابونو پلورنځايونو له خوا ټاکل شوی ځانګړی توکي بلل کيږي او جاپان ، د کوريا جمهوريت اود جنوب ختيځې اسيا ځينو هېوادونو ته صادر شوي دي.

خو د اقتصادي پرمختګ سره سره د جوړولو د لوړ لګښت او پيچلي پړاوونو له امله د دغه ډول کاغذ عرضه بازاري اړتياوې نه شی پوره کولای . نو د تېرې پېړۍ د اتمې لسيزې په پای کې په نوموړې ولسوالۍ کې د کاغذ جوړولو وروستی کوچنی ورکشاپ هم وتړل شو چې په پايله کې استاذ جانګ شه کانګ هم بې کاره شو. خو د خوښۍ وړ خبره دا وه چې په ٢٠٠٦ کال کې د ده د غوره مهارتونو د کارولو فرصت رامنځته شو چې په همدی کال کی د ليان شه کاغذ د نامادي کلتوري ميراثونو په دولتي ليست کې شامل شوی او استاذ جانګ شه کانګ پر دی ډېر خوشحاله و چې په ٢٠٠٨ کال کې د بېجينګ د اولمپيک سپورټي لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د کاغذ جوړولو دوديزه تکنالوژی ښودل شوی وه . د دې ترڅنګ هغه هم احساس کړی چې د ليان شه کاغذ د بيا احيا فرصت رارسېدلی دی او پلان لري چې خپل مهارت ماشومانو ته ور زده کړي .

په همدې وخت ځينو سوداګرانو هم د دغه کاغذ ارزښت پېژندلی دی. په ٢٠٠٩ کال کې يون جونګ هوا چې د جيانګ شی ولايت د ها جو په نامه د يو محدود شرکت مشر دی ، د دغه کاغذ د توليد د اعاده کېدو لپاره څه باندې دوه مليونه يوانه لګولي دي. که څه هم هغه په يان شان ولسوالۍ کې زيږېدلی ، خو د کاغذ جوړولو په تکنالوژۍ پوره نه پوهيږي ، خو د دغه ډول کاغذ ارزښت يې ښه پېژندلی دی . هغه وويل (اواز...........) زما په اند دغه کار ډېر ارزښتمن دی، ځکه چې دغه کاغذ په يان شان ولسوالۍ کې توليديږي او پخپله په يان شان کې د زيږېدلي شخص لخوا خوړېدل ، نو زما په نظر دا يو بااهميته کار دی .

د دولتي نامادي کلتوري ميراث څخه د کار اخيستنې او خپرېدا او د ښه کيفيت لرونکي کاغذ د بيا تولېد لپاره هغه کوشش کاوه چې اړوند ميراث اخيستونکي پيدا کړی چې په پايله کې جانګ شه کانګ وموندل شو.کله چې استاذ جانګ هغه زيری اورېدلی چې ژر به د ليان شه کاغذ جوړولو چارې بېرته اعاده شی، بيا سمدلاسه يې په بل ځای کې خپله دنده پرېښودله او د ښاغلي يان جونګ هوا په شرکت کې په دنده وګمارل شو . د خپلې پرېکړې په هکله هغه وويل

(اواز.........) و مې ليدل چې حکومتي څانګې د دغه ډول کاغذ د جوړولو چارو پرمختيا ته ډېر ارزښت ور کوی ، نو باور لرم چې دلته خپلې چارې ترسره کړم او ورو ورو دغه مهارتونه شاګردانو ته ورزده کړم ځکه دا يو ارزښتناک کار دی.

اوس مهال د ليان شه کاغذ توليدول بيا پيل شول چې په تېرو شلګونو کلونو کې بند شوی و ، پرته له دې نه تېکنالوژی يې هم په پر له پسې توګه ښه شوې او کيفيت يې هم لوړ شوی دی چې د زياتو وګړيو د پام وړ ګرځېدلی دی . يان جونګ هوا وويل چې د بېجينګ په ژونګ باو جای او د شانګهای د دو يون شون پلورنځايونو کې د دغه ډول کاغذ بيا پلورنه د ده يوه موخه ده . هغه وويل

(اواز.........) له تېر کال څخه زمونږ د شرکت او د جيانګ شي ولايت د کاغذ د څېړنيز مرکز ترمنځ د همکارۍ او د عصري او دوديزې تکنالوژۍ د يو ځايښت له لارې د ليان شه کاغذ کيفيت تر زياتې اندازې پورې غوره شوی دی چې پخوا يې په دې هکله هېڅ معيار نه و موجود ، خو اوسمهال زمونږ شرکت د دغه کاغذ د جوړونې د دولتي معيارونو په ټاکلو بوخت دی .

د دغه شرکت له خوا توليد شوي کاغذونه د ٢٠١٠ کال لپاره د شانګهای په نړيوال نندارتون ،د چين د نامادي کلتوري ميراثونو د لومړنې دورې په نندارتون او د شن جن د نړيوالو کلتوري چارو په نندارتون کې د پاملرنې وړ دي او د برخوالو ننداره کوونکيو له خوا وستايل شول.د يان شان ولسوالۍ حکومت هم د ليان شان کاغذ خپرېدا او پرمختګ د يوې مهمې دندې په توګه بولي او د دغه ډول کاغذ د تبليغ او معرفی کولو په برخه کې يې زيات کارونه هم کړي دي . د معلوماتو له مخې د ليان شان کاغذ د جوړولو تکنالوژۍ ښودل به د سيلانۍ چارو د پرمختګ د يوې برخې په توګه د لازياتو وګړيو له خوا وپېژندل شي . کارپوه شه لي شونګ وويل

(اواز........) د چيني ملت تمدن اوږد تاريخ لري او د ليان شان کاغذ به د چيني کلتور د يوې برخې په توګه د تاريخ په اوږده موده کې وساتل شي .

شک نشته چې د ليان شان کاغذ د بيا سمسورتيا بهير اوږد او پيچلی دی او د دغه ډول کاغذ د ځلانده تاريخ بيا ښودنه نه يوازی زيات وخت ته اړتيا لری ، بلکې د دې موخې بشپړتيا د کلتور د خپرېدا او غوړېدا په برخه کې د خلکو له رويې او پالنې سره مستقيمې اړيکې لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای