د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی، څرنګه چې د جاپان د منځنيو ښوونځيو د ټولنپوهنې درس د زده کړې په نوی لارښوونکې څرګندپاڼه کې ليکل شوی چې د تاکيشيما ټاپو د جاپان خاوره ده٠ دغه ټاپو د کوريا جمهوريت لخوا په دوکدو ټاپو ياديږی ٠ نو د کوريا جمهوريت پر جاپان باندی احتجاج وکړ٠ په همدې اړه د جاپان صدراعظم ياسو فوکودا او د کابينې سرمنشی نوبوتاکا ماچيمورا د جولای په ١٤ نېټه له کوريا جمهوريت څخه غوښتنه وکړه چې سړه سينه وساتی٠
ياسوو فوکودا له خبريالانو سره د مرکې په بهير کی وويل : د جاپان او کوريا جمهوريت دواړه خواوې بايد د دريځونو له توپير څخه په تيريدو سره خپل منځی تفاهم پياوړی او ژور کړی ٠ هغه وويل : دا چې يو څوک د خپل هېواد د تاريخ او خاورې په هکله ځانګړی نظر لری، يو طبيعی کار دی ٠