CRI Online

د سان يا ښار د اسلامي ټولنې له مشر ها شاو لين سره مرکه

cri     (GMT+08:00) 2013-01-14 18:22:23

 د چين په جنوب د های نان ولايت په سان يا ښار کې د فنګ هوانګ يوه علاقه داری پرته ده چې ګڼ شمير مسلمانان پکې ميشت دي او اسلامي ټولنه هم موجوده ده .

ها شاو لين د سان يا ښار د اسلامي ټولنې د مشر نه پرته يو بريالي سوداګر هم دی چې د ده شرکت د سان يا په بېلا بېلو منظره لرونکيو ځايونو کې فرعي څانګې جوړې کړې دي چې کلني عايدات يې له يو مليون يوانو نه زيات دي. هغه خبريال ته وويل

اوس موږ د سان يا په يا لونګ وان سيمه کې لس ګونه مغازې جوړې کړې او له دې پرته، د قومي جامو يو پلورنځی او اړوندې فابريکې هم لرو.

ښاغلي ها شاو لين د سوداګرۍ پرته سيلانۍ، حمل و نقل، هوټل او رستورانټ کاروبار کوي . د ده مېرمن هم کاروباري ښځه ده. اوس د ده کورنۍ په يوه اوه پوړيزه ودانی کې پرته ده او ګړندي موټرونه هم لری. خو دوي د کاروبار په پيل کې هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ وو.

په ١٩٩١ کال کې ها شاو لين د خپلې مېرمن په مرسته د مسافرينو ليږدراليږد په چارې پيل وکړ. هغه وخت د سان يا په ښاري سيمه کې منځنی ډول بسونه عمده تراسپورتي وسيله وه. په هغه وخت کې هاشاولين دوه داسی بسونه واخيستل او تر دوه کاله وروسته يې په سيلانۍ پيل وکړ. په ١٩٩٨ کال کې سان يا ښاروالي د سيلانيزو چارو د هڅولو تګلاره اجرا کړه او ها شاو لين پر وخت له ملګرو سره په منظره لرونکيو ځايونو کې د غرفو په کرايه ورکولو بوخت و . د ٢٠١٠ کال په لومړيو وختونو کې د چين حکومت له هاي نان ولايت څخه د نړيوال سوداګريز ټاپو د جوړولو پلان وړاندې کړ چې له امله يې د سان يا د سيلانيزو چارو د پرمختګ يوه بله څپه رامنځته شوه. په دې کال کې ها شاو لين خپل شرکت جوړ کړ.

د خپل شرکت په پرمختګ سره، ها شاو لين ګام په ګام په دې پوه شو چی د کار موخه نه يوازې پيسې ګټل دي، بلکې بايد د هوی قوم مسلمانانو د غوره عنعنوی عادتونو د خپرېدا لپاره هاند او کوشش وکړي او د ژوند سويې د لوړتيا لپاره له نورو زياتو مسلمانانو سره مرستې وکړي.

ښاغلي ها شاو لين چې د سان يا ښار د هوی هوی څون کلی په يوه مسلمانه کورنی کې زېږېدلی ،د ماشمومتوب په موده کې د اسلامي کلتور ترسيوري لاندی راغلی او د منځنې ښوونځي د دوهمې مرحلې تر بشپړتيا وروسته يې د مذهبي کلتور د زده کړې په غرض د چين د يون نان ولايت په ديني پوهنتون کې شامل شو. تر فارغېدو وروسته هغه بيرته خپل کلي ته راغي او په کلي کې يې د قران مجيد د زده کړې په اړه يوه ښځينه ښوونځي جوړ کړ.ورپسې هاشاولين د عالي مطالعې لپاره سوريې ته لاړ څو چې کليوالو ته لا زيات مذهبي مالومات ور زده کړي . اوس ها شاو لين نه يوازې يو بريالی سوداګر شو، بلکې يو د درناوی وړ ملا هم دی. د ٢٠١٠ کال په جنوری کې د ديموکراتيکې رايګيرۍ له لارې، ها شاو لين د سان يا ښار د اسلامي ټولنې د مشر په توګه وټاکل شو. له لسو کلونو راهيسې د ها شاو لين تر کوښښونو لاندې، د دې ټولنې کارونه د ځايي مسلمانانو لخوا منل شوي. پر ورځنيو کارونو سربيره، دغه ټولنه هرکال د حج د ادا کولو لپاره ځايي مسلمانان ترتيبوي. ښاغلي ها شاو لين وويل

حج ته د تلونکو لېږدنه د عدالت او مساوات د اصولو سره سم ترتيبېږی په بله ژبه په اسلامي ټولنه کې د ثبت شويو نومونو له مخې په نوبت سره مکې شريفې ته ولېږل شي. نوملړ په هر جومات کې نصبېږي.

د دې ټولنې د ترتيباتو له مخې په دې ځای کې د حج ادا کولو په اړه کارونه په منظم ډول روانيږي او د ثبتوونکو مسلمانانو شمېر کال په کال زياتېږی. د ښاغلي ها شاو لين په قول، په ٢٠١٢ کال کې په سان يا ښار کې له اتو سوو څخه زياتو مسلمانانو خپل نومونه ثبت کړي دي.

د ها شاو لين په مشرۍ د دې ټولنې کارونه په منظم ډول روانېږي او په عين وخت کې دغه ټولنه د مسلمانانو او حکومت تر منځ د نظريو د تبادلې پل ګرځېدلی دی. اوس ها شاو لين په عمده توګه د ټولنې په کارونو بوخت دی او سوداګريزې چارې يې خپلې کورنۍ ته ور کړې دي. هغه غواړي ځايي مسلمانانو ته د ډېری زياتو ګټو د رسولو او د اسلامي کلتور د خپرېدا لپاره زيات کوښښونه وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای