په سايا کې لومړی لوی جومات يعنی نان کای جومات
د سايا ښار مسلمانان سنيان دي. د سايا ښار په هوی هوی او هوی سين دواړو قومي کليو کې عموماٌ شپږ جوماتونه او درې ښځينه جوماتونه لري چې د هرو ١٠٠٠ کسانو په سر يو جومات شتون لري. د سايا ښار د اسلامي ټولنې رئيس ها شاو لين يو لوی اخوند هم دی، هغه وايي چې که څه هم د هيواد د نورو سيمو له مسلمانانو څخه د ډېرو زمانو لپاره جلا شوي، خو تراوسه پورې د سايا ښار هوی قوم وګړيو لا هم په ښه توګه اسلامي کلتور او په ټينګه توګه يې خپله مذهبي عقيده ساتلې ده.