CRI Online

د سان يا د هوی قوم مسلمانې ښځې

cri     (GMT+08:00) 2013-01-15 16:46:45

د چين د های نان ولايت د سان يا ښار د هوی قوم مسلمانانو يو وړوکی غرنی کلی شته او په دې کلي کې شپږدېرش کلنه ليو شاو هوا د دوو ماشومانو مور ده، په ورځني ژوند کې هغه نه يوازې د ماشومانو ژوند او زده کړې ته پاملرنه کوي، بلکې د جامو جوړولو فابريکې په کاروبار هم بوخته ده. له دې نه پرته، هغه مومنه مسلمانه ده او هره جمع تر لمونځ وروسته د عربي ژبې په ښونځي کې د يو يا دوو ساعتونو لپاره د قران مجيد زده کړه کوي. د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د مېرمن ليو شياو هوا په اړه مالومات وړاندې کړم.

د يوې حرفوي ښځې نه پرته، ليو شاو هوا د حج ادا کولو لپاره په ځايي اسلامي ټولنه کې نوم ثبت کړی څو چې يو کال وروسته مکې ته لاړ شی. هغې خبريال ته وويل اوسنی ژوند له خوشحاليو څخه ډک دی، خو دغه شان ښکلی ژوند لس کاله دمخه يې ان خوب هم نشو ليدلی . هغې وويل

پخوا ښځو نه غوښتل چې د خپل ټاټوبي نه پرته بل ځاي ته لاړ شی او هم نه پوهېدلې چې بهرنۍ نړۍ څومره ښکلې ده . اوس موږ پيسې لرو او د هانکانګ او ماليزيا په شمول ډېرو منظره لرونکيو ځايونو ته مو سفرونه کړي دي.


مېرمن ليو شياو هوا د سي ار ای له خبريالانو سره مرکه

په چين کې د هوی قوم زياتره وګړي د چين په شمال لوېديځ او جنوب لوېديځ کې ژوند کوي. خو د چين په جنوب د های نان ولايت د سان يا ښار فنګ هوانګ علاقه دارۍ په دوو کليو کې د هوی قوم تقربيا نهه زره تنه مسلمانان ميشته دي.

د چين د دوديز نظر له مخې، سړي په بهر کې کار کوي او ښځې په کورنيو چارو بوختې دي. خو د سان يا ښار د هوی قوم په مسلمانانو کې يوه ځانګړتيا دا ده چې ښځې سوداګري کوي . دوی نه يوازې د اسلامي شريعت مراعات کوي ، بلکې سوداګري هم کوي. هم د سړکونو په غاړو د فوفل پلورلو په غرفو او هم په اسلامي رستورانتونو کې مسلمانې ښځې ليدل کېږی. د سان يا ښار د اسلامي ټولنې مشر ها شاو لين وويل

دلته مسلمانې ښځې هره ورځ لمونځ کوي او په جدي توګه د اسلامي شريعت مراعات کوي ، خو په عين وخت کې سوداګري هم کوي. دا زموږ يوه ځانګړتيا ده او په اوسنی نړۍ کې موږ مخکې يو.

ځايي ښځې د سوداګرۍ په عين وخت کې هم د پوهو په زده کړه کې هڅه کوي. شپږويشت کلنه وو شوې مې خبريال ته وويل له دې امله چې د دې دوهم ماشوم يوازې يو کلن دی، نو خپله سودګری يې وځنډوله. خو هره ورځ د شپې تر اتو بجو وروسته، هغه د کلي له زياترو ښځو سره يو ځای د شپې په ښوونځي کې چې د علاقه دارۍ خاص د کليوالو لپاره جوړ شوی، د کمپيوتر، سيلانۍ، قانون او د هنري توکيو د جوړونې په برخو کې نوی مالومات زده کوي تر څو په راتلونکی کې نورپه ښه توګه خپلې سوداګرۍ ته دوام ور کړي. هغې خبريال ته وويل

په اوسنی نړۍ کې د ښوونيزې کچې د ټيټوالي له امله به حتمأ په کار کې ډېرې ستونزې رامنځته کېږي. نو په زده کړه کې ښځې ډېرې فعالې دي.


شپږويشت کلنه ووشوې مې له خپل ماشوم سره 

په سوداګرۍ کې د ښځو ګډون نه يوازې د خپلې کورنۍ عايدات زياتېږی، بلکې په کور او ټولنه کې ددوي مقام او حيثيت هم لوړېږی. د دوی په منځ کې ډېرې بريالۍ سوداګرانې رامنځته شوې دي. ها يو مې چې د بلوري ګاڼو د چمتو کولو او پلورلو يو لوی شرکت خاونده ده او سرمايې يې ديرش مليونه امريکايي ډالره دي . ددې شرکت مقر د سان يا ښار په فنګ هوانګ علاقه دارۍ کې دی او د پلورلو يو مرکز يې د سان يا په يوه مشور مظره لرونکي ځای کې موقع دی. له دې نه پرته، په ګوانګ جو ښار کې د دې شرکت په اړه يوه چمتو کوونکې فابريکه هم شته. هغې د خپل برياليتوب په اړه خبريال ته وويل

د بريالۍ سوداګرۍ يو مهم شرط صداقت دی، که نه، نو راتونکی به و نه لري. پر دې سربيره، خوشبينه رويه هم ډېره مهمه ده. باور لرم چې ډېری زيات کسان به له سان يا ښار سره مينه پيدا کړي او زموږ کاروبار به لا ښه شی.


مېرمن ها يو می د سوداګرۍ په برخه کې ډېر لوی لاس لري


خبريالان د مېرمن ها يو مې په مشرۍ د دې شرکت لينه کوي

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای