پر ځايي وخت د فبرورۍ په لومړې نېټه د چين د پسرلني اختر د نمانځلو فعاليتونه چې په قاهره کې د چين د کلتوري مرکز لخوا جوړ شوي ، د قاهرې په جنوب کې د نيل سيند په معدي ټاپو کې پيل شول چې د فعاليتونو په پرانيستونکو مراسمو کې په مصر کې د چين لوی سفير سونګ ای ګو او د سفارت نورو مشرانو ګډون وکړ.
په روانو فعاليتونو کې هنري نندارې ، اکروباتيک نمايش ، ووشو لوبې او داسې نورې رنګارنګ نندارې عبارت دي چې ګڼ شمېر نندارچيان يې مصريان دي چې زياتره يې د بيلابيلو پوهنتونونو د چيني ژبې څانګې زده کوونکي دي. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |