پرځايي وخت د ٥ مې نېټې په شپه په هند کې د چين سفارت په نوی ډيلی کې د نوي سفير وی وی د ماموريت پيل او د چين د پسرلني اختر د نمانځنې لپاره د خوښيو غونډه ترسره شوه.
سفير وی وی وويل، په تيرو لسو کلونو کې د چين او هند ترمنځ اړيکو کې ستر پرمختګ ترلاسه شوی چې د سولې او سمسورتيا په لور ستراتيژيکی همکارۍ اړيکې ټينګې شوې دي. چين غواړي چې د هند له بيلابيلو ټولنو سره يو ځاي د خپلمنځي سياسي او ستراتيژيکی اعتماد پياوړی کړی ، د دوستانه تګ راتګ پيمانه پراخه کړي او د دوه اړخيزه سوداګريزه همکاری وهڅوي .
د هند د سياسي ، اقتصادي ټولنو ، په هند کې د نورو هيوادونو سفارتونو ، چيني تصديو او چيني الاصله هنديانو او محصلينو څه باندې ٣٠٠ تنه استازيو په نوموړې غونډه کې ګډون وکړ.(زرينه)
په هند کې د چين لوی سفير وې وې
سفير وې وې او د فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې مېلمه
په فعاليتونو کې مېلمه
د وو شو لوبې ننداره
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |