د پسرلني اختر د رسېدو په درشل کې په امريکا کې د چين سفارت د امريکا له يوې مشهورې کلتوري څانګې سره د همکارۍ له لارې پر ځايي وخت د جنورۍ د ٣١مې نېټې په ماښام د پسرلني اختر د هرکلي لپاره د ورېښمينو جامو نندارتون ترسره کړ.
په امريکا کې د چين لوی سفير جانګ يي سوی وويل، د چين او امريکا ترمنځ اړيکي په نړۍ کې ډېرې مهمې دوه اړخيزې اړيکي دي، دوه اړخيز تګ راتګ د زياتېدو په حال کې دی. کلتوري تبادلې د دوه اړخيزو راکړو يوه مهمه برخه ده او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم او دوستي پياوړې کولای شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |