CRI Online

وانګ ده جي او دده لويه ننداره

cri     (GMT+08:00) 2013-02-08 20:06:13

هر کس په خپل زړه کې د راتلونکي په اړه اوميدونه لري چې لوی دی يا وړوکی . کله کله موږ احساسوو چې دغه اوميدونه له موږ سره واټن دومره ليری دی. تاسو فکر وکړئ چې هغه کس چې يوازی يی لږ څه زده کړې کړې او د چين له داخلي مغوليستان څخه بيجينګ ته راغلی، له يوې لويې هندري نندارې سره څرنګه اړيکې لري؟ د خپرونې په دغه کړۍ کې به تاسو ته د ښاغلي وانګ ده جي او د ده د لويې هندري نندارې په اړه کيسه وړاندی کړم.

((همداوس مو دغه غږونه اوريدلي چې د نوي کال د فبرورۍ په ٢٦ نېټه د بيجينګ د چيان من په مرکزي سيمه کې په يو لوي تالار کې يوه لويه هندري ننداره وه چې د ښاغلي وانګ ده جي له خوا ايديټ شوې ده. هنري ننداره په تيره بيا د چين د پسرلي اختر په موده کې د چين د مرکزي تلويزيون له خوا جوړه شوې هنري ننداره يو ستر فعاليت بلل کيږي چې هر کال يو ځل جوړيږي او د کتونکو شمير يی څه دپاسه سل مليونه تنو ته رسيږي. خو نوموړی هنري ننداره له مرکزي تلويزيون سره تړاو نه لري بلکې اکثر ننداره کوونکی، کارکوونکی او کتونکی يی په بيجينګ کې عام کارګران دي او ايديټر وانګ ده جي هم له دغې ډلې څخه يو عام کارګر دی.))

٣٦ کلن وانګ ده جي د چين د داخلي مغوليستان په ليری ګوټ کې د عامو بزګرانو په يوه کورنۍ کې زيږيدلی چې له ١٩٩٥ کال نه مخکې يی په خپل ټاټوبی کې کرهڼې کولې. مګر په همدی ١٩٩٥ کال کې يی يوه ستره پريکړه وکړه چې بيجينګ ته ولاړ شي او د مرکزي تلويزيون په لويه ننداره کې شيانګ شنګ ووايي. هغه په دې اړه وويل:

((موږ يوازی د ځمکو له کرنې څخه د حاصلاتو په اتکا ژوند کولو. زما کورنۍ ډير بی وزلی وه او زما د پلار او مور بدنونه هم ښه نه وو نو زموږ ژوند ډير سخت او مشکل و. کله چې زه شل کلن وم، فکر می وکړ چې که په کلي کې واده وکړم نو زما ټول ژوند به په کلي کې پاتی شم. نو يو فکر زما مغز ته رسيدلی چې بيجينګ ته ولاړ شي او د مرکزي تلويزيون په صحنه کې شيانګ شنګ ووايم. په حقيقت کې مې د شيانګ شنګ زده کړه نه وه کړې يوازی له راډيو څخه می واريدل چې زه له شيانګ شنګ سره ډيره مينه لرم. اوس ويل کيږي چې په هغه وخت کې زما فکر ډير ليوان و. په ١٩٩٥ کال کې زما د کورنۍ کلنی عايدات يو زر او پنځه سوه يوانه وو او په پټه توګه مې اووه سوه يوانه واخيست. په کور کې می يوه ليکنه پاتی کړه او د اورګاډۍ په وسيله بيجينګ ته ستون شو.))

ګرانو دوستانو! شيانګ شنګ په چين کې يو عنعنوي هنري شکل دی چې يو يا دوه کسان توکې وايی. ځکه چې محتويات يی اکثراً د عامو وګړو له ژوند سره تړاو لري او شکلونه يی ساده دي نو د چينايانو ډير خوښيږي. په بېلابېلو راډيوګانو يا تلويزيونونو کې هم کله کله خپريږي.

وانګ ده جي پخپله د شيانګ شنګ زده کړه نه ده کړې بلکې يوازی له راډيو څخه د شيانګ شنګ خپرونې اوري. هغه له شيانګ شنګ سره ډيره مينه لري او داسی فکر يی درلود چې د مرکزي تلويزيون په صحنه کې د شيانګ شنګ ويلو په وسيله خپل ژوند ښه کړي.

کله چې هغه بيجينګ ته ورسيد او مرکزي تلويزيون يی پيدا کړی، هغه پيدا کړی د ده هيله ډيره مشکل وه.

((کله چې د مرکزي تلويزيون دروازې ته ورسيد او ساتونکی ما ته وويل چې ټولې خپرونې نيم کال نه مخکې ثبتې شوې دي. په دروازه کې پوليسو هم ما ته اجازه نه کړه چې ننوزم. په هغه وخت کې زما ټوله هيله په سي سي تي وي کې شيانګ شنګ ويل وي خو دروازې ته هم نه شم ننوتلی. دا پر ما باندی ژوره اغېزه وکړه.))

خو په هغه وخت کې وانګ ده جي نور غوره والی نه درلود او هغه خپل ټاټوبی ته هم نه شی بيرته تللی ځکه چې هغه خپلو کورنيو ته ځواب نه شی ورکولی حتی په کلي کې نور کسان ښايی د ده سپکاوی وکړي. هغه وويل چې هرومرو بايد په بيجينګ کې ژوند وکړي. بيا يی په رستورانټ کې د خدمتګار کار کولو.

هغه په بيجينګ کې د څو کلونو له هلو ځلو وروسته لږڅه پيسې ګټولې وي خو له شيانګ شنګ سره خپله مينه او هيله يی له لاسه نه ده ورکړې. يوه ورځ يی يو فرصت پيدا کړی او د شيانګ شينګ زده کړې په يو صنف کې يی ګډون وکړ.

((په ١٩٩٩ کال کې مې د شيانګ شنګ له يو استاد څخه رسمي زده کړه کړه چې هره نيمه ورځ مې زده کړه کوله. زما استاد يو حيثيت لرونکی هنرمند دی چې دچين له ډيرو مشهورو هنرمندانو سره يی همکاري کړې ده. هغه ډير وتلی دی نو زما وياړ دی چې له ده څخه زده کړه کوم. زه د ده هم ډيرخوښيږي.))

د څو کلونو د زده کړې په بهير کې وانګ ده جي د سندرغاړو، نڅاګانو او نورو هنرمندانو په ګډون ډير کسان پېژندلي خو د دوي يو ګډ ټکی دی چې ټول په ښار کې کارګران دي او يوازی په نيم وخت کې هنري نندارې کوي. دوی ډيرې قمتي جامې او لويې صحنې نه لري . دوي د چين له بېلابېلو ځايونو څخه بيجينګ ته راغونډ شوي او هر کس په زړه کې له هنر سره ژوره مينه لري. په هماغه وخت کې وانګ ده جي فکر وکړ چې ولی موږ په ګډه پخپله هنري ننداره جوړه نه کړو؟ موږ پخپله هنري خپرونې جوړوو او نورو کارګرانو ته يی وړاندی کړو.

د وانګ ده جي او خپلو ملګرو د کوششونو په رڼا کې دغه پلان ژر پلی شو چې د ٢٠١١ کال د پسرلي اختر په موده کې يوه وړوکی هنري ننداره د بيجينګ د جين جان علاقه داري د پي څون په کلي کې نندارچيانو ته وړاندی شوه چې هلته وانګ ده جي په اجارې سره ژوند کوي. د يادونې وړ کار دی چې د چين د مرکزي تلويزيون مشهور وياند څوي يون يوان هم په کې ګډون وکړ. په دې اړه وانګ ده جي وويل:

((څوي يون يوان اوس زموږ سلاکار هم دی خو په هغه وخت کې مو هيڅ شخصي اړيکې نه درلودې. موږ يوازی تمرين وکړ چې په انترنټ شبکه کې د ده په بلاک کې يو مېسيج وليک. خو زموږ د حيرانتيا وړ خبر دی چې هغه موافقه وکړه چې زموږ په ننداره کې ګډون کړي. په حقيقت کې د نندارې له پيل نه مخکی کتونکي نه پوهيدل چې څوي يون يوان به راشي. ځکه چې هغه دومره بوخت دی که بيړنی کار ولري نو زموږ ننداره به يوې خوا ته پريږي. وروسته می خبر شو چې هغه په همدی ورځ کې يو بل مهم فعاليت يوې خوا ته پريښود او زموږ په ننداره کې يی ګډون کړ.))

کله چې د دغې نندارې ويډيو په انترنټ کې وړاندی شو د ډيرو کسانو ډير خوښ شوی دی. کتونکي وايی د کارګرو له خوا جوړې شوې خپرونې په زړه پورې دي او له خپل ژوند سره نژدی تړاو لري. دوی دغو کسانو ته احترامات هم وړاندی کوي.

٢٠١٣ کال د څوي يون يوان او نورو ملګرو په مرسته د کمونستي ځوانانو مرکزي کميټې په وړيا توګه خپل لوی تالار برابر کړی نو دغه ځل ننداره د تير ځل په پرتله ډيره لويه ده. ځينو مشهورو هنرمندانو حتی له هانګ کانګ او تايوان څخه د کارګرو هنري ډلو هم په کې ګډون کړی دی.

خبرې او غږونه

موږ د تايوان د کارګرانو موسيق ډله ده چې هۍ شو ناکاشي نوميږي. هۍ شو د تايوان په خبرو کې د کارګرانو معنی لري.

زه له هانګ کانګ څخه راغلی يم او له دوی سره د څو کلونو اشنا شوی يم. زه په هانګ کانګ کې هم له کارګرانو سره ډير کارونه کوم مثلاً دوی ته د موسيقي الاتو او د موسيقي ليکلو په اړه دوی ته معلومات ورزده کوم.

شک نه شته دغه ننداره ډيره بريالی ده ځکه چې پر ټولو کتونکو باندی يی ژوره اغېزه کړې ده. د نندارې هره خپرونه او کيسه د کتونکو په زړونو کې پاتی شوې ده.

د کتونکي خبرې

لومړی کس: دغه ننداره زموږ له ژوند سره نژدی اړيکې لري. که څه هم دوي رسمي هنرمندان نه دي خو ويل کيږي چې دوي ډيرې هلې ځلې کړې دي. ځکه چې په عين وخت کې د دوي کاري دندې ډيرې درنې دي خو ټولې خپرونې پر ما باندی ژوره اغېزه کوي. ډيره ښه ده.

دوهم کس: که څه هم زه کارګر نه يم خو دغه ننداره زما پر زړه احساس اچوي. ټولې خپرونې صادق دي. مثلاً همداوس يوه کورنۍ په ګډه سندرې ويلې په هماغه وخت کې مې خپل کورنۍ هم يادولې ده.

د ډيرو کسانو په سترګو کې وانګ ده جي يو بريالی او وتلی کس دی. يوه داسی لويه ننداره جوړول د هر کس لپاره مشکل کار دی. بيجينګ ته د راتګ له څه دپاسه لس کلونو نه وروسته ښايی د وانګ ده جي اوميد بدل شوی دی ځکه چې اوس هغه نه يوازی د خپل ژوند د ښه والي لپاره کار کوي بلکې له کارګرو سره خدمتي سازمان يی جوړ ، د کارګرو د ماشومانو د منلو لپاره يو مکتب يی هم جوړ او رنګارنګ تخنيکي يا قانوني روزنې يی هم جوړې کړې دي.

د وانګ ده جي يوه کاري ملګرې د ده په اړه داسی وويل:

((موږ د ده په راجلبولو سره په ګډه کار کوو چې له کارګرانو سره مرسته کوو. دغه کار زموږ ډير خوښيږي نو ويل کيږي چې هغه يو بريالی کس دی ځکه چې هغه د خوښۍ وړ لارې چارې کوي. ډيرې پيسې يا ښه پولي شرايط ضروري شيان نه دي.))

اوس وانګ ده جي د بيجينګ د جين جان علاقه داري په پي څون کلي کې په اجارې سره ژوند کوي او يو زوی او يوه لور لري. زه نه پوهيږم چې لس کاله دمخه د ده هغه اوميد اوس پوره شوی که نه يا د ده اوميدونه بدل شوي دي؟

ګرانو دوستانو! د خپرونې دغه کړۍ په همدې ځای پای ته ورسيږي خو د وانګ ده جي کيسه پای ته ونه رسيږي. ښايی په راتلونکی کال کې دغه هنري ننداره به نوره هم ښکلی او په زړه پورې وي ، لازيات کسان به په ښارونو کې د کارګرو ژوند ته پام وکړي او وانګ ده جي او د ده سازمان به له لازياتو کارګرو سره مرسته وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای