د پسرلني اختر په موده کې هر کس د نيکمرغه ژوند لرلو هيله يو بل ته څرګندوي او يو بل ته مبارکۍ ورکوي. پسرلنی اختر مو مبارک شه! د روغتيا او خوشالۍ په هيله مو ! د لا زياتې شتمنۍ او برياليتوبونو د تر لاسه کولو په هيله ! نوموړې ټولې خبرې او نيکې هيلې په چيني ژبه څرنګه ويل کيږي؟ له دغه پروګرام څخه يې زده کولی شئ!
نوی کال مو مبارک شه! 新年好 xin nian hao
ستا د لازياتو ګټو د ترلاسه کولو په هيله! 恭喜发财 gong xi fa cai
ستا د ښې روغتيا په هيله! 身体健康 shen ti jian kang
ستا د زده کړې د پرمختګ او کاميابۍ په هيله! 学习进步 xue xi jin bu
يو ډول خوندور خوارک چې په چيني ژبه بينګ دانګ هو لو نومېږي. 冰糖葫芦 bing tang hu lu
په پخوانيو وختونو کې د بينګ تانګ هو لو ګرځنده پلورونکي
نن ورځ بينګ تانګ هو لو لاهم د چيني ماشومانو ډېره خوښيږي
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |