CRI Online

ما جيان جونګ او د ده لويه کورنی

cri     (GMT+08:00) 2013-02-25 15:00:27

د سي ار ای راډيو خبريالې له سپين ږيري تيا سره مرکه کوي.

ښاغلي ما زموږ د راډيو له خبريالې سره مرکه کوي

د مرستون نيکمرغی سپين ږيری

 پسرلنی اختر د چينايانو لومړي لوی دوديز اختر دی. د چو شي په شپه، يعنی د يو کال په وروستۍ شپه، د چين په ګوټ ګوټ کې ډيوې ليدل او د پټاکيو غټ غږونه اوريدل کېدل چې هر ځای له خوښيو څخه فضا څخه ډک و. د چين د داخلي مغلوستان خودمختارې سيمې د مرکز هوحه هاوټ ښار د زړو مسلمانانو په مرستون کې ما جيان جونګ لا هم په کار بوخت و. که څه هم د پسرلني جشن موده يې د خپلې کورنۍ له غړو سره يو ځای نه شواه تېرولای، خو د دغه مرستون د مشر په توګه يې هم له خپل کار څخه خوند واخيست.

ددې لپاره چې د پسرلني جشن په موده کې په مرستون کې د اوسېدونکو زړو کسانو او د دوی د اولادونو ترمنځ اړېکې نژدې شی، ما جيان جونګ پريکړه وکړه چې اوسېدونکي زاړه کسان رخصت کړي. د دې ترڅنګ، هغه ددوي له اولادونو سره په تماس نيولو بوخت و. د زياتو کسانو په اند ما جيانګ جونګ د پسرلنی جشن په موده کې د خپلو کارونو د کمولو لپاره دغه پريکړه وکړه، خو هغه په دې هکله داسی وويل.

روان کال زموږ مرستون يوه نوې پرېکړه وکړه او موخه يې دا وه چې په مرستون کې د اوسېدونکو زړو کسانو اولادونه خپل پلرونه او ميندي پری نه ږدي او بايد د اختر په موده کې ددوي ښه پالنه وکړي. ځکه چې حکومت، مرستون او کارکوونکي د دوي پر ځای نه شی کولای. نو دغه پرېکړه ونيوله شوه . هيله من شوو چې د پسرلني جشن په موده کې ټول زاړه کسان بېرته کورونو ته لاړ شي او له خپلو اولادونو او خپلوانو سره يو ځاي شی څو چې احساسات ژور شي.

د پسرلني جشن مخکې، زيات زاړه کسان د ما جيان جونګ په مرسته بېرته کورونو ته ولاړل. اووه اتيا کلن سپين ږيري تيای په خوشحاليو سره خبريالې ته وويل، چې هغه د لور له کورنۍ سره يو ځای د دې پسرلنی جشن ولمانځه. 

پخوا په مرستون کې يوازی پسرلنی جشن تېر شوم. سږ کال زما لور څو څو ځله راته تلفون راکړ چې د دې کور ته لاړشی او له خپلوانو سره يو ځای د پسرلنی جشن ولمانځي. په تېرو نهو کلونو کې هيڅکله له دې مرستون څخه و نه وتم. دا لومړی ځل و چې له خپلې لور سره مې يو ځای اختر تېر کړ.

د ما جيان جونګ په مشرۍ مرستون د داخلي مغولستان خود مختارې سيمې د مرکز هوحه هاوټ ښار د هوی قوم په اوسيدونکې سيمه کې پروت دی او د هوی قوم اوسيدونکي سيمې د حکومت لخوا جوړ شو چې د داخلی مغلولستان په سيمه کې يوازنی مرستون دی چې په ځانګړی او خيريه توګه د زړو مسلمانانو خدمت کوي. دغه مرستون دوه اسلامي ځانګړتيا لرونکی دوه پوړيزه ودانۍ ده چې په کې شپږ پنځوس معياري کوټې شته او له يو سلو نه زيات زاړه کسان پکې ځاېيږي. دغه راز د ژوند او مذهب په برخو کې د زړو مسلمانانو د غوښتنو د پوره کولو په هکله يې د ښځو او نارينه وو لپاره د لمونځ جلا خونې، حمامونه، منار، کلينيک، د روغتيا ساتلو ، پذيرايي ، لوبې خونې ،د لوستلو خونه او لوی او کوچنی طعام خانه موجودې دي.

څرنګه چې په دغه مرستون کې خدمتي تاسيسات بشپړ، لګښتونه يې مناسب او د خدمتونه يې ښه دي، نو د زړو کسانو لخوا ور ته تود هرکلی وويل شو، حتی د زياتو نورو ولايتونو او ښارونو زاړه کسان هم غواړي په کې اوسېږي او ثبت شوي زاړه کسان دوه کاله وروسته پکې اوسېدای شی. خو څو کاله مخکې داسی حالت نه لېدل کېده ځکه چې په هغه وخت کې د مرستون اداره ګډوډه شوې وه.

په هغه وخت کې د زړو کسانو يا د کارکوونکو حتی د کارکوونکو او زړو کسانو تر منځ جنجالونه کله نا کله پېښېدل او اداره يې بيخې ګډوډه شوه.

يو کارکوونکی چې جانګ شيانګ نومېږي ، نژدې لس کاله کېږي چې په دې مرستون کې يې کړی، په خپلو سترګو د مرستون هغه د خوښۍ وړ بدلونونه وليدل چې د ٢٠٠٧ کال د جون له اتمې نېټې څخه د مرستون د مشر په توګه د ښاغلي ما د ګمارلو وروسته رامنځته شوي دي. 

ښاغلي ما د مرستون مشر تر ګمارلو وروسته لومړی د مرستون اداره سمه کړه . هغه شپږ اوه تنه کارکوونکي چې د ادارې اطاعت يې و نه کړ ، ګوښه شول ، دغه راز يو تن د کار په وخت کې قطعه بازي کوله ، هم ګوښه شو . د ښې ادارې نتيجه دا ده چې بد کاري سبک ليرې شو.

په دغه روغتون کې يو سپين ږيری چې د کورنۍ نوم يې لی يادېږي. هغه په پيل کې پر ما جيان جونګ باور نه درلود او ورسره يې جنجال شوې. د دغه سپين ږيری د يادونې په وخت کې ښاغلي ما د دوست او خپل په توګه داسی وويل

د بېلګې په توګه سپين ږيري لي يوه دسيسه جوړه کړه او و يې ويل چې د ژمي په موسم کې په کوټه کې د حرارت درجه ټيټه ده .نو د کوټو تودولو لپاره مې د ګازو په وسيله يو بخاري ديګ واخيست ، بيا دغه سپين ږيري يو حرارت سج واخيست او و يې ويل چې تراوسه د تودوخې درجه مناسبه نه ده ځکه درجه يې تل د شلو په شاوخوا کې ده او زما حرارت سج خراب دی. خو حقيقيت يې دا و چې په کوټه کې د تودوخې درجه هره ورځ د معياري شلو درجو ته رسېدلې ده . په پايله کې دغه سپين ږيری زما هڅه ومنله .

تر مقابلې وروسته دغه سپين ږيري د ښاغلي ما درناوي وکړ او اوسمهال هروخت د ښاغلي ما ستايي

نن موږ سره دوستان يو ، خو له مشر ما څخه نه وېرېږم . ځکه چې هغه زموږ ښه خدمتونه کړي او زموږ درناوی يې اخيستی دی. پخوا په مرستون کې کلينيک نه و ، خو اوس دوه درې خدمتګاران زموږ پالنه او ساتنه کوي. پخوا زموږ په مرستون کې يو سپين ږيری له خپلو اولادونو سره تماس ونيوله، له ناروغ کېدو نه تر مړ کېدو پورې تل د ما جيان جونګ لخوا پاملرنه شوې. نو اوس مهال پر مشر ما باندې باور لرم.

د څو کلونو کوششونو له کبله ښاغلي ما د مرستون د زړو کسانو اعتماد او درناوی لاس ته راوړی دی .هغه د مرستون د اداره کولو نوی لارې چارې کاروي . نن ورځ مرستون په مېلمستون ، روغتون او لويې کورنۍ بدل شوی دی چې له امله يې ښاغلي ما په ټول هېواد کې د زړو کسانو د درناوي په هکله نمونوي شخص او دده په مشرۍ مرستون د غوره ډلې په نامه ونومول شو.

د ٢٠٠٨ کال د اګست په اوولسمه نېټه په مرستون کې يو ښه زيری راغی چې يو سپين ږيري له يوې سپين سرې سره واده وکړ چې دلال يې ښاغلي ما و

د زړو کسانو لپاره يوازيتوب ډيره ستونزه ده . زموږ مرستون د حکومت لخوا جوړ شوی او د واده ازادی د قانون تر حمايت لاندی ده. څرنګه چې زاړه کسان د خپل عمر په وروستۍ موده کې مرستون خپل کور بولي . ددوي يوازيتوب لېرې کول زما دنده ده

له واده وروسته دغه نيکمرغه جوړه يو د بل ملاتړ ښه ژوند تيروي . انا ګاو شون جي مرستون ته د تازه راتګ په وخت کې ډېره ضعيفه وه او حتی يې خپل ژوند هم نشوای تېرولی . خو تر واده وروسته د نيکه وانګ د جدي پاملرنې له کبله روغه شوه. سپين ږيری وانګ قوان د ښاغلي ما د مرستې د يادونې په وخت کې وويل،دلاله هم نه وه .خدمتګارې له ما پوښتنه وکړه چې له ګاو سره دې مينه پيدا کړه ؟ ما هو ځواب ورکړ. ورپسې دغه خبر ښاغلي ما ته ورکړ . د واده ټول مراسم د ښاغلي ما تر رياست لاندی ترسره شول .

نن ښاغلي ما پنځه پنځوس کلن شو او هره ورځ دومره بوختياوې دي چې يوه لحاظه هم په کرار نشته . د سږنی پسرلني اختر په موده کې که څه هم دوه په درېمه برخه زاړه کسان رخصت شوي ، خو نور يې لا هم په مرستون کې پاتې وو او د ښاغلي ما په ملتيا يې د خوښيو په فضا کې دغه دوديز اختر تير کړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای