CRI Online

د پسرلنی اختر په موده کې د کورنيو غړيو د راغونډېدو او يو ځای کيدو ټاکنې زياتې دې

cri     (GMT+08:00) 2013-02-25 16:38:14

ډيوه: د چين په دوديز پسرلني اختر کې يو تود مضمون بيرته کور ته راتګ وي. په دغه اختر کې د کورنيو غړيو د راغونډېدو او يو ځای کېدو او کور ته ستنېدو د انسانانو په تاريخ کې له يو ځای نه بل ځای ته د تګ او را تګ تر ټولو د لويې پيمانې فعاليت ګڼل کېږي او په دې وخت کې البته هر کال زيات د خوښۍ او حرانۍ وړ خبرونه رامنځته کېږي. مثلاٌ لږه موده مخکې د چين د اوسپنيزو لارو وزارت ډېرو پيسو په لګولو سره د اورګاډو ټکټونو د اخيستلو انټرنيټي اسانتياوو مرکزونه جوړ کړل چې خلکو ته يې له دې لارې د اورګاډي تکېټ اخيستلو په برخه کې بې شمېره ګټې رسولي او د بوختياوو په دې عصر کې وګړي کولی شي خپل وخت سپما کړي.

هيله: سمه ده! اوس خلک د ژمي په سړه هوا او يا هم په ګرمۍ کې د اورګاډيو په سټيشنونو کې د نوبت نيولو ته اړتيا نه لري او يوازې په کورنو کې هر وخت کولی شي د کمپيوټرونو او انټرنېټ له لارې دغه چارې په اسانۍ ترسره کړي او تکېټ واخلي. اوس ترافيکي لارې چارې ډېر پرمختللې دي چې د زياتو ښارونو تر منځ چټک اورګاډي او الوتکې شته، نو د زرګونو کيلومترو فاصلې په لنډو وختونو کې تېرېږي، يوازې له څو ساعتو وروسته له يو ځای څخه بل ځای ته رسيدای شي.

ډيوه: بيخي سمه ده! ټولنه د پرمختيا په لور په ګړندۍ توګه روانه ده او سيانس او تخنيکونه د پرمختګ په لور خپل چټک ګامونه پورته کوي چې هرومرو زموږ پر ژوند هم مستقيمې اغېزې لري او مثبت بدلونونه را منځته کوي. زيات بدلونونه يې ډېر ستر او د حيرانۍ وړ دي، خو زموږ په ژوند کې د عادي خلکو لپاره هم هره ورځ بدلونونه د ټولنې پرمختيا سره سره په پټ او ناڅرګند ډول رامنځته کيږي. د بيلګې په توګه، راځئ چې وګورو د يو رستورانټ منيجر جانګ يانګ خپل پسرلنی اختر څنګه تير کړی؟.

(په راستورانټ کې )

خبريال: جانګ يانګ په يو لوی راستورنټ کې د اداره کوونکي دنده پر غاړه لري. د پسرلني اختر په مخکنۍ شپه کې د راستورنټ مشتريان ډېر ښه و او په دې وخت کې زيات خدمتګرانو او اشپزانو بير ته خپلو کورونو ته ستانه شوي و. نو د کارکوونکيو نشتون او د رستورانونو خړپړتيا حالت د هر کال په پسرلني اختر کې يوه لويه مسئله وي. د يو اداره کوونکي په توګه ښاغلي جانګ له يوې ستونزمنې ټاکنې سره مخامخ کړی و. هغه وويل (اواز)

د هر کال په پسرلني اختر کې زه ډېر پرېشانه وم. زه د راستورنټ يو مشر يم او د پسرلني اختر په وخت کې بايد تر نورو مخکې دندې ته ولاړ شم او تر ناوخته پاتې شم، خو د يو کال له پيل څخه تر پايه پورې ټول وخت په بهر کې په کارونو بوخت يم، که د پسرلني اختر په وخت کې لا هم له خپل پلار او مور سره ونشم ليدلی، ډېر خپګان احساس به مې په زړه کې وي.

ډيوه: هيله! ويلی شې چې په چين کې د کورنيو غړيو سره يو ځای کېدل تل د پسرلني اختر تر ټول لومړۍ مهمه خبره د هر چا لپاره وي. په ټول کال کې له بوختيا وروسته د پسرلني اختر په موده کې د کورنيو له غړيو سره يو ځای د شپې د دوولسو بجو د زنګ وهلو په وخت کې د اور لوبو کول، د جياو ځه په نامه ګرم د چيني خوراک خوړل او له خپل پلار او مور سره د ښکليو نندارو کتل ښايي له کورنۍ نه بهر د د کورنۍ د ټولو غړيو ګډ اوازونو د کور فضا له مينې ډکه او توده کړې وي، چې تر ډېره يې يادونه د کورنيو د غړيو په زړونو کې پاتې وي.

هيله: سمه ده. د چين په لرغونې اصطلاح کې ويل شوي د اختر په وخت کې د کورنيو له غړيو سره خپل ډېر يادونه او خاطرې له يو بل سره شريکوي. پسرلنی اختر د چين تر ټولو مهم جشن دی، هېڅ څوک نه غواړي چې له کورنيو غړيو پرته د دغه اختر نمانځنه کړي؟ خو، ډيوه، روان کال پسرلني اختر پر مهال موږ هم په کارونو کې بوخت يوو، خو لا هم ډېر خوشحاله يوو.

ډيوه: سمه ده. له نېکمرغه زموږ پلرونه او ميندې ټول بېجينګ ته راغلي او له کارونو وروسته مو له دوی سره د پسرلني اختر د مخکنۍ شپه ډوډۍ خوړلې. پلرونه او ميندې او زموږ کوچني اولادونه ټول په بېجينګ کې له موږ سره يو ځای دي، نو په واقعي توګه بېجينګ زموږ يو بل کور هم دی.

هيله: سمه ده، نو زه غواړم چې د پسرلني اختر په موده کې لا هم خپله کارونه ترسره کړم چې اوريدونکيو ته د تېر په څېر بيا هم ښکلې خپرونې وړاندې کړو او دا زما لپاره تر ټولو ډېره د خوښۍ وړ خبره به وي، چې زموږ د اورېدونکيو ته د خوښې وړ خپرونې ورته وړاندې کړو.

ډيوه: په واقعي توګه اوس د پسرلني اختر په وخت کې زيات شمېر کسان غواړي چې په بېجينګ کې کارونه د پخوا په څېر ترسره کړي. دوی خپله خوښه ټاکلی شي چې ځينې غواړي د پسرلني اختر په موده کې تر نورو زياتې پيسې وګټي، چې د پيسو ګټلو تر ټولو ښه وخت دی، ځينې غواړي په کارونو کې نور ښه موفقيتونه تر لاسه کړي او ځينې په بېجينګ کې يوه بله کورنې لري. په يوه ژبه، د پسرلني اختر په موده کې د ستر نقل په ډلو کې ګډون کول يوازېنی انتخاب نه دی. ښاغلي جانګ په خپله هم د پسرلني اختر په مخکنۍ شپه کار ترسره کړی.

ښاغلي جانګ وويل (اواز)

تير کال د پسرلني اختر په وخت کې مې هم غوښتل چې بايد کار وکړم، خو زما مور ناروغه شوه، نو ما مې خپل کار بل ملګري ته ورکړ او په بيړنۍ توګه بير ته کور ته ستون شوم، نو زما ملګري د اورګاډی ټکټ تر اخيستلو وروسته بير ته کور ته نه دی تللی او په بېجينګ کې يې پسرلنی اختر تير کړ. نو د روان کال د پسرلني اختر په موده کې به زه هرومرو د هغه د مرستې ځواب ورکړم او په خپله مې د کار کولو غوښتنه کړې ده.

خبرياله: په دوه زره دوولسم کال کې جانګ يانګ په خپل ژوند کې دوې لويې پيښې بشپړې کړي چې د کال په پيل کې يې واده کړی او د کال په پای کې يې زوی زيږيدلی دی. خو له دې امله جانګ يانګ بير ته خپل کور ته له خپل پلار او مور سره د ليدلو په هکله له نورو زياتو واقعي ستونزو سره مخامخ شوی دی.

ډيوه: جانګ يانګ په خپل کور کې د مور او پلار يوازېنی اولاد دی او د ده مېرمن هم د خپل کور يوازينۍ اولاد ده، دغه شان کورنۍ اوس د چين په ښارونو کې ډېرې زياتې ليدل کېږي. نو د پسرلني اختر په موده کې د خاوند او يا د ميړه په کور کې تيرول يوه لويه مسئله ګرځيدلې ده، لږه موده مخکې په بېجينګ کې يوې جوړې خاوند او ميړه د دغې مسئلې له امله جنجال وکړ او په پای کې يې حتی يو له بله جلا او طلاق باندې تمامه شوه. نو دغه مسئله د دوديزو کورنيو لپاره عادي نه ده. جانګ يانګ د هر تن احساساتو ته د پاملرنې او درناوي کولو لپاره ډېر فکر کوي او په اخر کې يې يوه ښه د حل لاره موندلې ده.

د روان کال په پيل کې جانګ يانګ د خپل خسر او خواښې کور ته تللی. ټولو کورنيو غړيو د پسرلني اختر په مخکنۍ ورځ کې له غرمې وروسته په دريو بجو د پسرلني اختر ماښامي ډوډۍ خوړلې او بيا وروسته ښاغلي جانګ راستورنټ ته ولاړ او هغه شپه يې پيل کړه چې په يو کال کې تر ټولو بوخت و.

خبرياله: نو ستا پلار او مور په خپله يوازې پسرلنی اختر تير کړ؟ ته څنګه د دوی احساساتو ته پاملرنه کوې؟

جانګ يانګ وويل : (اواز) په واقعي توګه مو هره ورځ له دوی سره لېدای شم، ځکه چې د انټرنيټ له لارې نه يوازې خبرې بلکې يو بل ليدلای هم شو. خو زما پلار او مور د کمپيوټر سره دومره ښه اشنايي نه لري، ما په تيره مياشت کې دوی ته يو لمس کوونکی کمپيوټر واخيست. نو دوی په خپله کمپيوټر کارولی شي او هره ورځ د انټرنيټ له لارې او کامرې له لارې يو بل ليدلی شو.

ډيوه: ښاغلي جانګ يوه بله ټاکنه هم لري چې خپل پلار او مور په بېجينګ کې له دوی سره په ګډه پسرلنی اختر تير کړي. خو د يوې بلې ښې ټاکنې په نيت هغه له دغه پلان نه لاس واخيست.

د اورګاډی په سټېشن کې خبرياله: په دې وروستيو کلونو کې په چين کې زياتې ګړندۍ اوسپنيزې لارې پرانيستل شوي، نو له بيجينګ څخه د جانګ يانګ ټاټوبي ته هغه سفر چې پخوا د اورګاډي له لارې څه دپاسه شلو ساعتو ته اړتيا درلوده، اوس يوازې شپږو ساعتو ته اړتيا لري او هر ساعت د يو اورګاډي د حرکت له امله هغه د ټکټ اخيستلو په وخت کې هيڅ مشکل نه درلود.

هغه وويل (اواز) زما پلار او مور په بېجينګ کې له ژوند سره عادت نه دي، نو زه نه غواړم چې دوی بېجينګ ته په راتګ اړ باسم. له دې نه پرته زما ميړه زما په ټاټوبي کې په ښه توګه نه دی ګرځيدلی، نو زه د هغې د انتخاب مراعات کوم. موږ به سبا سهار د ګړنډي اورګاډی له لارې بير ته زما کور ته ولاړ شي!

ډيوه: ګرانو اوريدونکو، که په ژوند کې ټاکنې شته، د ژوند رنګونه او خوندونه به زيات وي. اوس د ټولنيزې پرمختيا سره سره د خلکو ټاکنې ورځ په ورځ زياتې شوې، دوی محدوديت نه لري.

هيله: سمه ده! د پسرلني اختر په وخت کې ځينو کسانو هم له خپل ټاټوبي نه بهر ځايونو حتی نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل. نو له دې څخه په ښکاره توګه څرګنديږي چې پسرلنی اختر لا هم زيات دودونه او ښکلي رنګونه لري، خو نوي نوي بدلونونه لا هم په پټ او ناڅرګند ډول رامنځته کېږي.

ډيوه: هو، خوشحالي د خلکو ګډه هيله ده! ښه! ګرانو اوريدونکو، دغه پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد! ستاسو له اوريدو څخه ډېره مننه کوو، په دې هيله چې د خپرونې راټول شوي توکي مو د پاملرنې وړ ګرځېدلي وي، که په دې هکله پوښتنې لرئ نو مهرباني وکړئ موږ ته حتماٌ په ليکونو او يا په برېښناليکونو کې وليکئ!

هيله: ستاسو د خوشحالۍ او ښې روغتيا په هيله! خدای پامان!

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای