CRI Online
د مځکنی قلمرو  مساحت

د چين د ولسی جمهوريت د مځکنی قلمرو مساحت

چين چه پوره نوم يي د چين ولسی جمهوريت دی، د اسيا د لويی وچی په ختيځه برخه او د ارام سمندر په لويديځه غاړه کی واقع دی .د لويې وچې مساحت يي څه نا څه ٩مليونه ٦ لکه مربع کيلومتره دی چه د خاورې د مساحت له لحاظه چين په أسيا کي تر ټولو لوي هيواد ګڼل کيږي او په نړۍ کی د روسيی او کانادا نه وروسته دريم لوي هيواد هم دی . د چين مځکنی قلمروشمالأ د مو خه درياب په شمال کی د هيرونګجيانګ سيند له مرکزی کرښی څخه ( د شمالی عرض البلد٥٣ په درجو او٣٠دقيقو کی ) ، جنوبأ د نانشا ټاپوګانوپه جنوبی څنډه کی تر جنموأن شا پوری ( د شمالی عرض البلد په ٤ درجو کی ) غزيدلی او د جنوب او شمال ترمنځ د شمالی عرض البلد درجی يی له ٤٩ څخه زياتی دي او فاصله يی څه نا څه ٥زرو ٥ سووکيلومتروته رسيږی . شرقأ د هيرونګجيانګ او ووسوليجيانګ د دواړو سيندونو له تقاطع څخه ( د ختيځ طول البلد په ١٣٥درجو او ٥دقيقو کی )، غربأ د پامير تر لوړې پوري دی (د ختيځ طول البلد په ٧٣درجو او ٤٠ دقيقو کی ) ، د ختيځ او لويديځ ترمنځ د ختيځ طول البلد درجې يی له ٦٠څخه زياتی او فاصله يی تقريبأ ٥ زره کيلومتره دي . د چين د لويې وچې پولی يا سرحدات څه نا څه ٢٢ زره ٨ سوه کيلومتره اوږدوالی لري او شرقأ د کوريا له ديموکراتيک ولسی جمهوريت ، شمالأ له مغولستان ، شمال شرقأ له روسيی ، شمال غربأ له قزاقستان، قيرغيزستان اوتاجکستان ، غربأ او جنوب غربأ له افغانستان ،پاکستان ، هند ، نيپال او بهوتان سره ګډې پولې لری . جنوبأ له ميانمر ، لاوس او ويتنام سره نښتی دی او د چين ختيځ او جنوب ختيځ ته دسمندرونو په مخامخو غاړوکی د کوريا جمهوريت ،جاپان ، فليپين ،بورنی ، ماليزيا او اندونيزيا په شمول هيوادونه پراته دي .

ملی بيرغ ، ملي نښان ، ملي سرود او پايتخت

د چين د ولسی جمهوريت ملي بيرغ

د پنځو ستوريو لرونکی سور بيرغ د چين د ولسی جمهوريت ملي بيرغ دی چه د اوږدوالی او لوړوالی تناسب يی ٣:٢ دی . د ملی بيرغ رنګ سور دی چه د انقلاب علامه لری . په بيرغ باندی پنځه ژيړستوري کښل شوی چه په دی جمله کی د يوه غټ ستوری په نيمه قوسی شاوخوا کی نور څلور وړوکی ستوری دي چه له دی نه دواکمن کمونست ګوند تر لارښوونې لاندی د انقلابی خلکو لوی او ټينګ يووالی څرکنديږي .

د چين دولسی جمهوريت ملی نښان

د چين دولسی جمهوريت ملی نښان له ملي بيرغ ،د تيان أن من ودانۍ ،څرخونو او د غنمو وږيو څخه جوړشوی چه دا ټول د ١٩١٩ميلادی کال د می د څلورمی نيټې د ځوانانو د نهضت نه راپديخوا د نوی ديموکراسۍ د انقلابی مجادلو د برۍ او د کارګری طبقی ترلارښوونی لاندی د کارګرو او بزګرو د يووالی پر بنا خلکو ته دديموکراسۍ او په دښمنانو باندي د ديکتاتورۍ د چلولو په هدف د نوی چين د پيدايښت نښه ګڼله کيږي . د چين د ولسی جمهوريت ملی سرود د چين د ولسی جمهوريت ملی سرود د سرتيرو مارش په نامه ترانه ده چه په ١٩٣٥ ميلادی کال کی جوړ شوی دی . د ملی ترانې شعر او اهنګ په جلا جلا توګه د ډراماتيست تيان هان او د چين د نوي موسيقی د غورځنګ د موسس نې أر لخوا ترسره شو .د نوموړی ملی ترانې اصلی نوم د سرتيرو مارش و چه د جګړو په اور کی د اولادونو په نامه دافسانوی فلم اصلی ترانه ده . په نوموړی فلم کی يوه داسی قصه راوړله شوی چه وايي د ١٩٣٧کال د سپټمبرد ١٨نيټې د پيښی نه وروسته جاپان د چين د شمال ختيځ دري ولايتونه په زورسره اشغال کړل او چينی ملت يی د ژوند او مرګ خطرناک حالت ته اړکړی ؤ. په دی فوق العاده اواضطراری موقع کی د چين يو شميرروشانفکرانواو منورينو له تنګ او تنزل حالت څخه ځانونه وژغورل او په زړه ورتيا سره يي د جاپانی تيری په ضد جګړه کی برخه واخيستله . نوموړی ترانې د دی فلم په ښودلو ،په تيره بيا د جاپانی تيری په ضد د ولسي غورځنګ په روانيدو سره دچين په هرګوټ کی د خلکو په زړونوکی ځای نيولی دی . نو په دي وجه نوموړي ترانه د چينی ملت د ازادۍ د ګټلو په بهير کی دخلکودراويښولو او احضارولو د ترم حيثيت لري . د ١٩٤٩ کال د سپټمبر په ٢٧ نيټه د چين د ولسي سياسی مشورتی کنفرانس په لومړنی عمومي غونډه کی پريکړه وشوه چه د چين د ولسی جمهوريت د رسمی ملی سرود دجوړيدو نه مخکی نوموړی ترانه د ملي سرود په توګه وټاکل شي . د ٢٠٠٤ ميلادی کال د مارچ په ١٤ نيټه د چين د لسم ملي ولسی کانګرس په دوهمه غونډه کی د اساسی قانون تعديلنامه تصويبه شوه او نوموړي ترانه چه نوم يي د سرتيرو مارش و ، د چين د ولسی جمهوريت د ملي سرود په توګه ټاکله شوې ده .

د چين د ولسی جمهوريت د رسمی ملی سرود

راويښ شه او پاڅيږه ، هر هغه څوک چه غلامی نه غواړی !

پخپلو وينو او غوښو نوی لوی ديوال جوړ کړو !

چينی ملت په ډير خاطرناکه او اضطراری موقع کی دی او مونږ دی ته اړ کوی چه په لوړو أوازونو سره ناری ووهو : راپاڅيږی ! راپاڅيږی ! راپاڅيږی !

مونږ - سل ګونه مليونه چينايان بايد په يوه زړه او ټينګ يووالی سره د دښمنانو د توپونو په اور کی مارش وکړو .

د چين د ولسی جمهوريت پايتخت د ١٩٤٩ کال د سپټمبر په ٢٩ نيټه د چين ولسی سياسی مشورتی کنفرانس اعلام وکړ چه پخپله د ملی ولسی کانګرس اختيار اجرا کړی او په اتفاق سره يی د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس مشترک کړنلاره تصويب کړه . د اکتوبر په لومړی نيټه رييس ماو زه دونګ د تيان ان من په ودانۍ کی ټولی نړۍ ته په جدی توګه اعلام وکړ چه د چين د ولسی جمهوريت مرکزی ولسی حکومت تاسيس شو ! په دی توګه د نوی چين د پايتخت په حيث بيجينګ له ځوان جمهوريت سره يو ځای د چينی ملت په تاريخ کی يوه نوی پاڼه اړولی ده .


1 2 3