د چين د ولسی جمهوريت د اداری سيمو د ويشلو سيستم
د چين د ولسی جمهوريت د اساسی قانونو سره سم د چين د اداری سيمو ويشل په دی ډول دی :
١) دچين دولت له ولايتونو ، خودمختارو سيمو او د دولتی شورا تر مستقيمی اداری لاندی له لويو ښارونو څخه عبارت دی .
٢) ولايت او خودمختاره سيمه له لويو خودمختارو ولسواليو ، ولسواليو اوښارونو څخه عبارت دی .
٣) تر ولسوالی ، خودمختاره ولسوالی او ښار لاندی سازمانونه په جلا جلا توګه علاقه داری ، د ملی اقليتونو علاقه داري او ښارګوټي دی .
خودمختاری سيمی ، لوی خودمختار ولسوالی او خودمختار ولسوالی د ملی اقليتونو د سيمو اداری ارګانونه دي .
که ضرورت وی ، د دولت لخوا خاصه اداری سيمه جوړيږی .
نن سبا چين د ولايت په درجه ټول ٣٤ اداری سيمی لری چه په دی جمله کی د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی ٤ لوی ښارونه ، ٢٣ ولايتونه او ٥ خودمختاری سيمی او ٢ خاصی اداری سيمی شاملی دي .
|