CRI Online
منابع

د هيواد مځکنی منابع

چين پراخه او ارته خاوره لری او پکی د کرنی وړ مځکو، ځنګلی سيمو ، دښتو او بيدياؤ ، صحراګانو او تشو بيابانو په شمول ډول ډول ځمکی پرتی دي . مګر له دی امله چه غرنی سيمی له هوارو سيمو او دښتونو څخه زياتې دي ،نود چين په خاوره کی د کرنی وړمځکو او ځنګلی سيمو تناسب لږ ښکاری .دغه راز بيلا بيلی مځکې يی يو شان پرتی نه دی . د کرنی وړ مځکو زياتره برخه د چين په ختيځ کی د هوارو او ټيټو سيمو او دښتونو کی پرته ده اود ځنګلونو منابع په عمده توګه دهيواد د شمال ختيځ او جنوب لويديځ په ليری او ګوښه غرنی سيمو کی ليدلی کيږی . ډير بيدياوی او څړځايونه د داخلی وچی په لوړو او غرنی سيموکی پراته دي .

د کرنی وړ مځکی

اوس د چين د کرنی وړ مځکی يو مليون دوه لکه اويا زره مربع کيلومتره دي . د ويش له نظره د هيواد په ختيځ او لويديځ کی دکرنی وړ ځمکو مساحت نسبتأ کم دی چه په جلاجلا توګه په سلو کی ٢٨ اعشاريه ٤ نيسی . خو په منځنی سيمو کی يی د کرنی وړ ځمکی په سلو کی ٤٣ اعشاريه ٢ برخه نيسی . دغه مځکی په عمده توګه د (دونګ بۍ) ، (هوا بۍ) او د يانځی سيندد منځنی او لره برخی په دښتو او د (جوجيانګ ) سيند په دلتا او د (سی څوان ) په ټيټه مځکه کی پرتی دي . د( دونګ بۍ) په دښته کی تورې او زرخيزی مځکی د غنمو ، جوارو ، ګاوليانګ چه يو ډول د ږدن څخه دی ، لوبياګانو ، بذرکو اوچغندرو په شمول د زراعتی کښتونو دکرلو لپاره مساعده زمينه برابره کړی ده . د هوا بۍ ددښتې په خرمايی (قهوه يی ) مځکو کی غنم ، جوار، ، ږدن ، پومبی ، مځکنی بادام او داسی نور کښتونه ښه کرل کيږی .

دشولو، مالتی اوسنترې ، د شړشمو د تخمونو په شمول زراعتی کښتونه د يانځی سيند د منځنی او لرې برخی په دښته کی زيات کرل کيږی او د سی څوان په ټيټه ځمکه کی د شولو، شړشمو ، چای ، ګنی او مالټی او سنتری په شمول د زراعتی کښتونو توليدی اندازې يی ډيری لوړی دي .

ځنګلونه

په چين کی د ځنګلونو مساحت ١٥٨ مليونه ٩ لکه ٤٠ زره هکتاره دی اود هيواد د خاوری په سلو کی ١٦ اعشاريه ٥٥برخه په ونو پوښل شوی ده چه دغه رقم د نړۍ په سلو کی د٣٠ اعشاريه ٨ منځنی اندازې په پرتله ډير لږ ښکاری . دچين طبيعی ځنګلونه د هيواد په شمال ختيځ او جنوب لويديځ کی زيات ليدل کيږی ، خو د هيواد د ختيځ د دښتو په سيموکی چه د ويش له نظره نفوس پکی ډير متمرکز دی او پرمختللی اقتصاد لری ، دغه راز د هيواد د شمال لويديځ په پراخو سيمو کی ځنګلونه ډير کم دي .

د چين د ځنګلونو ډولونه خورا ډير دي او په هغو کی يوازی د انبوه ځنګلو قسمونه له ٢زرو ٨ سوو نه اوښتی دي او د ژنګو ونې يا د معبد ونې او د کاج د ونې د ډولونو څخه د يو ډول پاڼې توئيدونکی ونو په شمول ځانګړی او قيمتی ونې هم شته .

د چاپيريال د ساتلو اود هيواد د اقتصادی ابادۍ د اړتياؤ د ليری کولوپه غرض چين هرکال د ونو د کيښولو او د ځنګلونو د جوړولو په هکله په لويو فعاليتونو لاس پوری کوی او تراوسه پوری د چين د غير طبيعی ځنګلونو ساحه ٣٣ مليونو ٧ لکو ٩٠زرو هکتارو ته رسيدلی ده او په دی برخه کی چين دنړۍ دنوروهيوادونو په وړاندی تللی دی .

د چين عمده ځنګلی سيمی په دی ډول دي : د( داشين أن لينګ ) ، ( شياو شين أن لينګ ) او (څانګ بای شان ) په شمول د شمال ختيځ ځنګلی سيمه په چين کی تر ټولو لويه طبيعی ځنګلی سيمه ګڼله کيږی . د( خندوان ) غره، (سيمارايا) غره او د (يانوځانګ بو) د درياب د لوی پيچومی ځای په شمول د جنوب لويديځ ځنګلی سيمه د چين دوهمه غټه طبيعی ځنګلی سيمه ده . د چين په جنوب ختيځ کی دځنګلونو سيمه د (چينګ لينګ ) غره او د (خوای ) درياب په اوږدوکی جنوب ته او د( وين نان ) او (ګوای جو) د لوړی ختيځ ته د غونډويو له پراخو او ارتو غرنی سيمو څخه عبارته ده چه دا د چين ترټولو لويه غير طبيعی ځنګلی سيمه بلله کيږی . سربيره پر دی ، په چين کی د طوفانونو او دشګو دحرکت د مخنيوۍ لپاره زيات محافظوی مصنوعی ځنګلونه هم جوړشوی دی ، لکه دچين په شمال ختيځ ، شمال او شمال لويديځ کی د ٧٠٠٠ کيلومترو په عمومی اوږدوالی ځنګلی منطقه غځيدلی ده او د ٢٦٠مليونو هکتارو په ساحه مځکو کی چه د چين د لويی وچی د خاورې يو پر څلورمه برخه تشکيلوی ، تری ګټی اخيستل کيږی ، نو په دی وجه يی په نړۍ کی تر ټولود لويی ايکولوژيکی پروژې شهرت ترلاسه کړی دی .

بيدياوی او څړځايونه

چين په نړی کی د زياتو بيدياؤ او څړځايونو له لرونکو هيوادونو څخه شميرل کيږی اومساحت يی ٢٦٦مليونو ٦٠ زرو هکتارو ته رسيږی چه دهيواد د خاورې د عمومی مساحت يو پر څلورمی برخی ته نژدی دی او د کال په څلورو فصلونو کی بيلا بيل څاروي او مال تری ګټه اخلی . ويل کيږی چه د بيدياؤ او څړځايونو د مساحت له لحاظه چين د نړۍ له لويو هيوادونو څخه هم شميرل کيږی . طبيعی څړځايونه اکثرأ د چين د شمال ختيځ په (داشينګ ان لينګ ) غره – (اين شان ) غره او د چينګهای او تبت د لوړې د ختيځو اوږدو په پراخو لويديځو او شمالی سيموکی پراته دي . غير طبيعی او مصنوعی څړځايونه په عمده توګه دهيواد په جنوب ختيځو سيمو کی له کرنی وړ او ځنګلی ځايونو سره ګډ پراته دي .

د چين د مالداريو عمده سيمی په دی ډول دي _ د داخلی مغولستان د مالداری سيمی مساحت په چين کی تر ټولو لوی دی او هلته (سان خه ) أسونه او غوايان او د شينجيانګ په مالداری سيمه کی د شينجيانګ نرم وړی لرونکی پسونه ، د ( ارتای ) غټ لکۍ لرونکی پسونه او د ( يلی ) أسونه ډير شهرت لری . د (چينګهای ) په مالداری سيمه کی دغژګاوانو نه پرته ، د( خه چو) أسونه نه يوازی په چين ،بلکی د هيواد په بهر کی ډير شهرت هم لری . په تبت کی ډير زيات غژګاوان روزل کيږی .

 

معدنی او کانی منابع

چين ډير غنی معدنی او کانی منابع لری . د سروی له مخی پيژندل شوی کانی منابع د نړۍ د عمومی اندازه په سلو کی څه ناڅه ١٢ نيسی او دريم مقام لری . خو نوموړی اندازه يوازی د نړۍ د هرسړی په سرد منځنی اندازې په سلو کی له ٥٨ سره برابره ده او په نړۍ کی ٥٣م مقام نيسی . تر اوسه پوری په چين کی ١٧١ ډوله کانونه پيدا شوی چه په دی جمله کی د ١٥٨ ډولو ذخيرې يی معلومی شوی دي چه په دی جمله کی ١٠ ډوله انرژۍ ،٥ تور فلزات ،٤١ رنګه فلزات ، ٨ قيمتی فلزات ،٩١غير فلزات او د اوبو او ګاز په شمول ٣نورمعدنی منابع شاملی دي . نن سبا چين په نړۍ کی له هغو لږو هيوادونو څخه شميرل کيږی چه د معدنی منابعو عمومی اندازه يی زياته او ډولونه يی مکمل اوغنی ښکاری . د څرګنده شويو ذخيرو په حسابه د چين د ٤٥ عمده ؤ کانونو په جمله کی د ٢٥کانونو اندازی د نړۍ په لومړنيو درو مقامونو کی شاملی شوی دي ، په ځانګړی ډول د ( شيمی ) فلز ،ګچ ، واناديم ، تايتينوم ، ولفرام ،ګرافيت ،سولفات ، سورمی ( راغيه ) او داسی نورو ٤ ډولونو کانونو ذخيری د نړۍ له هر هيواد څخه زياتی دي .

د چين په معدنی او کانی منابعو کی نفت او طبيعی ګاز په عمده توګه د هيواد په شمال ختيځ ، شمال او شمال لويديځ کی پيداکيږی ، د سکرو ډبری د هيواد په شمال او شمال لويديځ کی ، اوسپنی د هيواد په شمال ختيځ ، شمال او جنوب لويديځ کی او ميس د هيواد په جنوب لويديځ ، شمال لويديځ او ختيځ کی زياتی ذخيرې لری. سرپ او جست د هيواد په هرګوټ کی موندل کيږی . د ولفرام ، قلمی اوټيم ، سورمی ، موليبد نوم او کيمياوی فلزاتو په ګډون د کانونو زياتره برخه د هيواد په جنوب او شمال کی ذخيره شوی دی. د تايوان په شمول د هيواد په ټول چوکاټ کی سره زر او سپين زر پيدا کيږی . دغه راز د چين په جنوب کی د فارسفورس معدنی ډبرې هم موجودی دی .

د چين عمده او مهم کانی او معدنی منابع په دی ډول دي .

سکاره - د چين د سکرو ذخيره په نړۍ کی لومړنی مقام نيسی . تر اوسه پوری د سروی له مخی اړونده ذخيره يو زر مليارده ټنه ده او په عمده توګه د هيواد په شمال او شمال لويديځ کی ، په تيره بيا د شان سی او شيان سي په دوو ولايتونو او دداخلی مغولستان په خودمختاره سيمه کی زيات پيداکيږی .

نفت او ګاز - زياتره برخه يی د هيواد په شمال لويديځه سيمه کی موجوده ده او د هيواد په شمال ختيځه او شمالی سيمه کی ، دغه راز د هيواد د جنوب ختيځ سواحلو ته په سمندری تل کی هم شته . د ١٩٩٨کال تر پايه پوری په چين کی ٥٠٩ نفت لرونکی سيمی او ١٦٣ ګازلرونکی سيمی کشفی شوی وی . د نفتو او طبيعی ګاز ذخيره په جلا جلا توګه ١٩ ملياردو ٨٥٠ مليونو ټنو او ١٩٥٠ملياردو مکعب مترو ته رسيږی چه په نړۍ کی يی په جلا جلا توګه نهم او شلم مقام نيولی دی . په دی جمله کی په لويه وچه کی د نفتو او طبيعی ګاز ذخيره په جلا جلا توګه د چين د همدغسی منابعو په عمومی اندازو کی په سلو کی ٧٣ اعشاريه ٨ او ٧٨ اعشاريه ٤ نيسی او د ( سونګ لياو) ، (بوهای ) خليج ، (تاريمو)، (جونګر)- ( توروفان )، (سی څوان ) او( شيان ګان نينګ ) په شمول ٦ لويی نفت او ګازلرونکی سيمی رامنځ ته شوی دي .

د فلزاتو کانونه

تور فلزات- تر اوسه پوری په چين کۍ اوسپنی ، منګنيز ، واناديم ، تايتينوم او داسی نور تور فلزات کشف شوی دی چه په دی جمله کی د اوسپنی د معدنی ډبرو ذخيره ٥٠ملياردو ټنو ته نژدی ده او زياتره برخه يی د لياو نينګ ،خه بۍ ، شان سي او سی څوان په ولايتونو کی تر ځمکو لاندی پرته ده .

رنګه فلزات – د رنګه فلزاتو په اړه هره هغه معدنی ډبره چه تر اوسه پوری په نړۍ کی دسروی له مخی کشفه شوی ،د چين په خاوره کی موندل کيږی . په تيره بيا د سيلينيوم لرونکی خاورو او سورمی ذخيره په جلا جلاتوګه د نړۍ په سلو کی اتيا او څلويښت برخه نيسی ، د ولفرام کان ذخيره يی د نړۍ د نورو هيوادونو د مجموعی له څلورو چندو سره برابره ده .


1 2