CRI Online
 نفوس

دکورنی لارښوونې کار ( د پلان له مخی زيږيدنی )

د پلان له مخی زيږيدنی د چين د يوه اساسی پاليسی ده . دا پاليسی د حکومت د لارښوونی او د ولسونو د ارادې سره د پيوستون په وسيله عملی کيږی . د حکومت د کورنی د لارښوونی په اصطلاح په لاندنيو برخوکی څرګندې شوی دی :

د مرکزی او محلی حکومتونو لخوا د نفوسود زياتوالی د کنترول ، د نفوسو د کيفيت د لوړتيا، د نفوسو د جوړښت د ښه والی او د نفوسو د پلان په خاطر پاليسی، قوانين او قواعد طرح کيږی او هر ميړه او ښځی ته د زيږيدنی او روغتيا دساتنی ، د زيږيدنی د کنترول د طريقو او د سالمو ماشومانود پيداښت او روزنی په برخو کی يولړ معلومات ورکول کيږی او اړوند فنی خدمتونه برابريږی . دوګړو د ارادې په اصطلاح هغه ميړه او ښځه چه د زيږيدنی توان لری ،د حکومت د اړوندو پاليسيو ، قوانينو او قواعدو په رڼا کی د خپل عمر ، روغتيايی حالت ، کار اود کورنی د اقتصادی شرايطو سره سم په مسئولانه او پلانيزه توګه ماشومان زيږوی او پخپله د زيږيدنی د کنترول لپاره مناسبې طريقې انتخابوی .

د چين د پلانيزی زيږيدنی دپاليسی معنی دا ده : حکومت ځوانان دی ته تشويقوی چه په مناسب ډول د واده کولو او دماشوم د زيږولو عمر وځنډوی او سالم او لږ مشومان وزيږوی ، ښه به دا وی چه يو ميړه او ښځه يوازی يو اولاد زيږوی . په کليوالی سيمو کی هغه ميړه او ښځې ته چه ډير ضرور وی ، د لومړنی اولاد د پيداکيدو د څو کالو نه وروسته د دوهم ماشوم د زيږيدنی اجازه شته . د ملی اقليتونو په سيموکی مختلف قومونه د خپلو ارادو او د خپلو نفوسو ،طبيعی منابعو، اقتصادی او کلتوری شرايطو او دودونوسره سم بيلا بيل اړوند مقررات لری : مثلأ يوه ميړه اوښځه دوه اولادونه زيږولای شی ، حتی په ځينو قومی سيمو کی دوی ته ددرو اولادونو د پيداښت اجازه هم شته . دغه شان د هغو ملی اقليتونو لپاره چه نفوس يی ډير کم دی ، د اولادونو د زيږيدلو هيڅ محدوديت نه شته .

د پلانيزی زيږيدنی په باب دپاليسی د تحقق نه راهيسی په چين کی د ناوخت واده کولو او ناوخته د زيږيدنی او دلږو او سالمو ماشومانو د زيږولو اجتماعی دستور او دود رامنځ ته شوی دی . په عين وخت کی دنوموړی پاليسی په رڼا کی دچين ښځې د زياتو اولادونو د زيږولو او دکورنی د دروند بار له فشارونو څخه خلاصې او ازادې شوی او د ميندو او نويو ماشومانو روغتيايی سويه لوړه شوی ده .


1 2