CRI Online
سياسي نظام

سياسي نظام

دولتی سيستم :

د چين ولسی جمهوريت يو داسی سوسيالستی هيواد دی چه د کارګري طبقې تر لارښوونی لاندي د کارګرو او بزګرو د يووالی پر اساس خلکو ته ديموکراسی او پر دښمنانو باندي ديکتاتوری اجرأ کوی . سوسياليستی نظام د چين د ولسی جمهوريت اصلی نظام دی .

اساسی قانون :

اساسی قانون د دولت يو لوي او بنيادی قانون دی . عمومأ په هغه کی د هرهيواد د اجتماعې او دولتی نظامونود اساسی اصولو ، د دولتی ارګانونو د تشکيلاتو او فعاليتونود اساسی پرينسيپونو ، د اتباعود اساسی حقوقو او وجيبو په شمول مهمې مادې شاملی دی .د ځينو هيوادونوپه اساسی قوانينو کی ملي بيرغ ، ملي سرود ، ملي نښان او پايتخت ، دغه راز د حاکمو طبقو په نظر نور مهم نظامونه هم ټاکل شوی چه د دولتی ژوند په بيلا بيلو برخو پوری اړه لري . اساسی قانون عالی قانونی حيثيت لري او د نورو قوانينو د جوړولو بنسټ ګڼل کيږي او ټول قوانين او قواعد بايد له اساسی قانون سره سمون وخوري .

د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس ګډه مرام نامه چه د چين دولسي جمهوريت د جوړيدو په بيګا صادره شوه ، د چين دخلکو د ديموکراتيکی او متحدی جبهی ګړنلاره هم وه او د موقتی اساسی قانون په توګه يی رول هم لوبولی و . نوموړی ګډه مرام نامه د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس په لومړی عمومی غونډه کی تصويبه شوی او د ١٩٤٩کال د سپټمبر په ٢٩ نيټه خلکوته اعلانه شوې وه . په حقيقت کی يي په ١٩٥٤کال کی د چين د ولسی جمهوريت د اساسی قانون دخپريدو نه مخکی دموقتی اساسی قانون په توګه رول لوبولی و .

د ١٩٤٩کال داکتوبر په لومړی نيټه دچين دولسی جمهوريت د جوړيدو نه وروسته په ١٩٥٤ ،١٩٧٥ ،١٩٧٨ او ١٩٨٢کال کی په وارسره د چين د ولسی جمهوريت ٤ اساسی قوانين جوړ او صادرشوی دي .

د چين څلورم اساسی قانون يعنی اوسنی اساسی قانون د ١٩٨٢ کال د دسمبر په ٤ نيټه د پنځم ملي ولسی کانګرس په ٥مه غونډه کی تصويب او صادر شوی دی . دغه اساسی قانون د ١٩٥٤کال د اساسی قانون اساسی اصول ټينګ ساتلی او په هغه کی د چين د سوسياليزم د ودې تجربی راجمعبندی شوې او مثبتې او ګټورې نړيوالې تجربی پکی هم منلی شوې دي

چه دا د چين د شرايطو او د سوسيالستی عصری ابادی د اړتياؤ سره سم يو اساسی قانون ګڼل کيږي . په هغه کی په واضيحه توګه د چين د ولسی جمهوريت سياسی او اقتصادی نظامونه ، د اتباعو حقه حقوق او وجيبی ، د دولتی ارګانونو جوړونې اود دغو ارګانونو مسوليت او دندې او ددولت راتلونکی اساسی دندې ټاکلې شوی دي . يو لوي او مهم خصوصيت يی دا دی چه د چين اصلی نظام اودنده پکی شامله شوی او څلور فقره ايز بنيادی اصول او اصلاحات او ورخلاصون د دولت د اساسی اصل په توګه هم پکی پيژندل شوی دی . په اساسی قانون کی ټاکل شوی چه د چين د بيلا بيلو قومونود خلکو او ټولو موسسو فعاليتونه بايد د اساسی قانون د پرينسپونو سره سم سرته ورسيږي ، هيڅ يوې موسسې يا هيچا ته اجازه نه ورکول کيږی چه د اساسی قانون او نورو قوانينو نه پورته امتيازی حقوق ولري .

نوموړی اساسی قانون د مقدمې ،عمومی پروګرام او ګړنلاره،د اتباعو د اساسی حقوقو او وجيبو ، دولتی سازمانونو ، ملي بيرغ ، ملي نښان او پايتخت په شمول له ٥ برخو څخه عبارت دی چه ټول ٤ فصلونه او ١٣٨ مادې لري . د چين اساسی قانون د ٤ځلو اصلاح او تعديل نه وروسته په تدريجی توګه بشپړ او مکمل شوی دی .

د ولسي کانګرس نظام :

د ولسی کانګرس نظام د چين اساسی سياسی نظام دی او د چين د هغه سياسی قدرت تشکيلاتی شکل او د چين سياسی سيستم دی کوم چه خلکو ته ديموکراسۍ او پر دښمنانو باندی ديکتاتورۍ اجرا کوی . دچين ملي ولسی کانګرس د درو واکونو د جلاوالی تر سيستم لاندی د لويديځو هيوادونو له پارلمانونو سره توپير لري . هغه په اساسی قانون کی د عالی ملی مقتدر ارګان په توګه ټاکل شوی دی . د چين هر هغه تبعه چه عمر يي ١٨ کالو ته رسيږی ، د ولسی کانګرسونوداستازی په توګه د انتخابيدو اود نورو نمايندګانو د انتخابولو حق لري . د بيلابيلو درجو په ولسی کانګرسونو کی د علاقه دارۍ او ولسوالی د دوو درجو استازي په مستقيمه توګه د رايی ګيرۍ له لاري ټاکل کيږي او نور استازي يي په غيرمستقيم ډول انتخابيږي . ملي ولسی کانګرس د چين د مختلفو ولايتونو ، خودمختارو سيمو ، د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندي د لويو ښارونو او د ولسی ازادی بخښوونکی اردو لخوا له انتخاب شويواستازيو څخه جوړيږی . دبيلا بيلو درجود ولسی کانګرس د هرې دورې د ماموريت موده ٥ کاله دی او هر کال يو ځل عمومی غونډه جوړيږی .

دملی ولسی کانګرس په کلنی نوبتی غونډه کی بايد استازی او نمايندګان د حکومت د کار په باب رپوټ او ځينی نور مهم رپوټونه واوری او پر دغو رپوټونو باندي د سنجش نه وروسته بايد مساعدی فيصلې وکړی . د نوموړی ملی غونډی د تعطيل په موده کی د بيلابيلو درجود ولسی کانګرسونود دايمی ارګان په توګه د دايمی کميټو لخوا هغه اختيار او دندی ترسره کيږی چه نوموړی ملی غونډی هغې ته ورکړی دی . مثلأ د ملي ولسي کانګرس د دايمی کميټې د اختيارونو او دندو په جمله کی د اساسی قانون تغبيرات او د اساسی قانون د تطبيق نظارت ، د ملي ولسی کانګرس لخوا د طرح شويو قوانينو نه پرته د نورو قوانينو جوړونی او تعديل ، ملي ولسی کانګرس په وړاندی د مسئوليت درلودل ، د خپلو کارونوپه باب د رپوټ وړاندی کول او داسی نور شامل دی .

د چين دملی ولسی کانګرس اساسی اختيارونه او دندې د تقنينی ، نظارت ، د سترو او مهمو موضوعګانود تصميم او د مامورينو د تقرر او برطرفی په شمول په يولړحقوقو پوری اړه لری . په چين کی د يوی مودی لپاره د ملي اقتصاد او ټولنيز انکشاف د پلانونو جوړول د چين د ټولنيزې ترقی د پرمخبيولو يو مهم تصميم ګڼل کيږی ، خو دغه پلانونه يوازی د ملي ولسی کانګرس د منظورۍ نه وروسته قانونی اعتبار لری . د چين د اړوندو قوانينو له مخی ، د دولت درييس او د ملي ولسی کانګرس د دايمی کميټې د رييس په شمول د دولت عمده مشران بايد د ملي ولسی کانګرس لخوا د رای ګيرۍ له لاری و ټاکل شی . دغه راز د دولتی شورا صدراعظم او وزيران بايد هم د ملي ولسی کانګرس لخوا مِقرر شی . ملي ولسی کانګرس دا حق هم لری چه د اړوندو قانونی پروګرامونو او دستورالعملونو له لاری د ملي ولسی کانګرس د دايمی کميټې د رييس ، د دولت د رييس او د دولتی شورا د صدراعظم په شمول د هغو دولتی مشرانو د برطرفولو پيشنهادنامی وړاندی کړی کوم چه د رايو ورکولو له لاری ټاکل يا مقرر شوی دی .

دڅو ګونديزې همکاری او سياسی مشورو نظام :

د چين د کمونست ګوند په مشرۍ د څو ګونديزې همکاری او سياسی مشورو نظام د چين يو اساسی سياسی نظام دی .

په چين کی زيات سياسی ګوندونه او سازمانونه شته دي چه له واکمن کمونست ګوند څخه پرته ، نور اته ديموکراتيک ګوندونه او ډلی هم موجودې دي . دغه ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو نه مخکی خپل شته والی درلودلی دی .د سياسی لحاظه دوی د کمونست ګوند د لارښوونی ملاتړ کوی چه دا داوږدی مودی راهيسی له کمونست ګوند سره د همکارۍ او د ګډو هلوځلو په بهير کی ددوی تاريخی انتخاب دی . د چين کمونست ګوند او مختلف ديموکراتيک ګوندونه او ډلی ټول بايد د اساسی قانون په چوکاټ کی په خپلو فعاليتونو لاس پوری کړی . ټول ديموکراتيک ګوندونه او ډلې د تشکيلاتو له لحاظه ځانګړيتوب او خپلواکی لری او په اساسی قانون کی ټاکل شوی سياسی ازادی ، خپلواک تشکيلات او مساوی قانونی مقام لري . د چين د کمونست ګوند او نوموړو ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو ترمنځ د همکارۍ اساسی اصل دا دی چه د اوږدی مودی لپاره ګډ ژوند کوی ، يود بل نظارت کوی ، يو له بل سره صادقانه سلوک غوره کوی او په ګډه سره له افتخار يا سزا څخه برخه اخلی .

په چين کی نوموړی ديموکراتيک ګوندونه او ډلې هم په غير واکمنو ګوندونو پوری اړه نه لری او نه هم په مخالفو ګوندونو پوری ، بلکه برعکس يی د واکمنۍ او دولت په چارو کی د برخه اخيستونکو ګوندونو په حيث رول لوبولی او لوبوی يی . مثلأ ټول ديموکراتيک ګوندونه او ډلې د دولت د مهمو سياستونو او پاليسيود جوړونی او د دولتی مشرانو د ټاکنی په هکله په سلامشورو ، د دولتی چارو په اداره کولو او ددولت د سياستونو ، پاليسيو، قوانينو او قواعدو په ټاکنو او اجراأتو کی برخه اخلی .

د دولت د سترو اقداماتو د نيولو يا د هيواد او خلکو د ګټو په اړه د مهمو موضوعاتو د تصميم د نيولو نه مخکی هميشه د چين کمونست ګوند له ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو او غير ګوندی ديموکراتيکو شخصيتونو سره مشوره کوی او ددوی نظريات او پيشنهادونه اوری او په دی اساس اړوند تصميمونه نيسی .د چين په عالی مقتدر ارګان – ملي ولسی کانګرس او د هغه په دايمی کميټی او نورو دايمی اختصاصی کميټو کی ، دغه راز د نورو بيلو بيلو درجو په محلی ولسی کانګرسونو کی د نوموړو ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو او غيرګوندی شخصيتونو استازی شته ترڅو دوی په حکومتی او دولتی چارو کی د برخه اخيستنی او نظارت په بهير کی په لا ښه توګه خپل رول ولوبوی . په ولسی سياسی مشورتی کنفرانس کی نوموړې سياسی ګوندونه او شخصيتونه په پوره توګه خپل رول لوبوی او خپل ممتاز غړی او غير ګوندی شخصيتونه د بيلا بيلو درجو حکومتی او عدلی ارګانونو ته سپارښتنه کوی چه د مشرتابه دندې په غاړه واخلی .

د څو ګونديزی همکارۍ او سياسی مشورو عمده شکلونه په دی ډول دي :

لومړی – ولسي سياسی مشورتی کنفرانس . دا په دولتی اوسياسی چارو کی د مختلفو ګوندونو ، ولسی سازمانونو او د بيلا بيلو محافلو د استازيو د برخه اخيستنی لپاره يو مهم ځای ګنل کيږی . دوهم – د چين د کمونست ګوند د مرکزي کميټې او د بيلا بيلو محلاتو د ګوندی کميټو لخوا د ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو اوغير ګوندی شخصيتونو په ګډون غونډې جوړيږی ترڅو په هغو کی د مهمو کارونو د خبرتيا نه پرته ، د سترو پاليسيو ، د دولت او محلی حکومتونو د مشرانو د کانديدانو ، دملی ولسی کانګرس او د ولسی سياسی مشورتی کانفرانس د ملي کميټی د کانديدو غړود ليستونو په هکله د دوی نظريات او پيشنهادونه واورول شی . دريم - د بيلا بيلو درجو د ولسی کانګرسونو هغه استازی چه د ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو له غړو څخه انتخاب شوی ، د دولتی او سياسی چارو په څيړنو او بحثونو کی ګډون کوی او د حکومتی کارونو د نظارت په برخه کی رول لوبوی . څلورم – د ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو له غړو څخه د مناسبو شخصيتونو په انتخابولو سره د دولتی شورا او اړوندو وزارتونو او کميسيونونو ، د ولسوالی په شمول د پورته محلی حکومتونو او مربوطو څانګو د مشرتابه دندې په غاړه اخيستل کيږی . پنځم – د ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو د هغو غړو په سپارښتنه چه له اړوندو لازمو شرايطو سره مطابقت لری ، د څارنوالی او محاکمو د ارګانونو د مشرانو په توګه ټاکل کيږی .