CRI Online
د چين موسسی
ملي ولسی کانګرس

د ولسی کانګرس نظام د چين اساسی سياسی نظام دی .ملي ولسی کانګرس عالی دولتی مقتدر ارګان دی او د ولايتونو ، خودمختارو سيمو ، د مرکزی حکومت تر مستقيمی ادارې لاندی د ښارونو ، خاصو اداری سيمو او وسله والو قواؤ لخوا له انتخاب شويو استازيو څخه جوړيږی . ملی ولسی کانګرس د دولت تقنيني اختيار ترسره کوی او د دولت په سياسی ژوند کی دسترو او مهمو موضوعاتو په باره کی تصميم نيسی .

د ملی ولسی کانګرس عمده اختيارونه او دندی دا دی _ د اساسی قانون اصلاح ، د اساسی قانون د تطبيق نظارت ، د جنايی او مدنی چارو ، دولتی ارګانونو او نورو قوانينو جوړول او د هغو اصلاح کول . د ملی اقتصاد او ټولنيز انکشاف په هکله د پلان او ددی پلان د اجراأتو او او د ملی بودجی اود هغی د اجراأتو په اړه د راپورونو څارل او منظورول . د ولايتونو ، خودمختارو سيمو او د مرکزی حکومت ترمستقيمی ادارې لاندی د لويو ښارونو د ټاکنی منظورول او د خاص ادارې سيمی د جوړونی او د هغی د نظام ټاکل . د جګړې او سولی اعلان کول . د رايی ګيرۍ له لاری د دولت د عالی مقتدر ارګان يعنی د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې د غړو ټاکل، د دولت د رييس او مرستيالانوانتخابول او ددولتی شورا د صدراعظم او د نورو غړو د کانديدانو ټاکل . د مرکزی نِظامی کميټی د رييس انتخابول او د نورو اړوندو غړو دکانديدانو ټاکل . د عالی ولسی محکمی او د عالی ولسی څارنوالی د رياست د رييسانو انتخابول . ملی ولسي کانګرس د پورتنيو پرسونلو د دندو د برطرفولو حق لری .

د ملی ولسی کانګرس د ماموريت هره دوره پنځه کاله دي او هر کال يوځل غونډه جوړيږی . د ملی ولسی کانګرس د تعطيل په موده کی د هغه د دايمی ارګان يعنی دايمی کميټې لخوا عالی دولتی قدرت اجرأ کيږی . نوموړی دايمی کميټه درييس ، مرستيالانو،سرمنشی او غړو څخه جوړيږی .

د چين تقنينی چاری د ملی ولسی کانګرس او د هغه د دايمی کميټې ، دولتی شورا او اړوندو وزارتونو او څانګو ،محلاتو، قومی خودمختارو سيمو ، خاصو اقتصادی سيمو او خاصو اداری سيمو لخوا د قوانينوله جوړولوڅخه عبارت دي .


1 2 3 4 5 6