CRI Online
د چين ګوندونه

د چين کمونست ګوند

د چين کمونست ګوند د چين د کارګری طبقی ، د چين د خلکو اوچينی ملت سرأهنګ ګڼل کيږی او د چين د خصوصيت لرونکی سوسياليزم د ودانولو دداعيی د لارښوونی زړی دی . هغه د چين د پرمختللی توليدی قواؤ د انکشافی غوښتنی ، د چين د مترقی فرهنګ د پرمختګ د جهت او دچين د ګڼ شمير وګړو د اساسی ګټو نمايندګی کوی .

د چين د کمونست ګوند عالی ارمان او أخری مرام د کمونيزم ترسره کول دی . د ګوند په اساسنامه کی ټاکل شوی چه د چين کمونست ګوند مارکسيږم –لنينيزم ، دماو زه دونګ افکار ، د دينګ شياو پينګ تيوری او (( د درو نمايندګيو )) په باب مهمه مفکوره د خپلو عملياتود لارښود په توګه ګڼی .

د چين کمونست ګوند د ١٩٢١کال د جولای په مياشت کی جوړشوی . د ١٩٢١کال نه نيولی تر ١٩٤٩کاله پوری د چين خلکو د کمونست ګوند تر لارښوونی لاندی د ګرانو او سختو مبارزو نه وروسته د امپراليزم ، فيوډاليزم او بوروکرات کاپيتاليزم تسلط سرچپه کړی او د چين ولسی جمهوريت يی جوړ کړی دی . د نوی چين د جوړيدو نه راوروسته د چين د کمونست ګوند په مشرۍ دهيواد د بيلا بيلو قومونو وګړو ملی خپلواکی او امنيت ساتلی ، په بريالی ډول يی د چين ټولنه دنوی ديموکراسی څخه د سوسياليزم مرحلی ته رسولی او د پلان سره سم يی په لويی پيمانی سره د سوسيالستی ابادۍ په بهير پيل کړی ، او په دی توګه د چين اقتصادی او فرهنګی چارو په تاريخ کی بی ساری او ستره ترقی موندلی ده .

په ١٩٥٦کال کی د توليدی وسايلوپه برخه کی د سوسيالستی اصلاحاتو د دندې د ابتدايی ترسره کيدونه وروسته د سوسياليزم د ودانولو او ابادولو په بهير کی د چين کمونست ګوند د تجربو د کمبود او کموالی له امله ځينی سهوې وکړې ،په تيره بيا له ١٩٦٦نه نيولی تر ١٩٧٦کاله پوری په لسو کالو کی د (( لوی کلتوری انقلاب )) سخته سهوه وشوه .

د ١٩٧٦کال د اکتوبر په مياشت کی د (( لوی کلتوری انقلاب )) د غورځنګ په پای ته رسيدو سره چين نوی تاريخی انکشافی دوری ته داخل شوی دی . د ١٩٧٨کال په پای کی دچين د کمونست ګوند د ١١می مرکزی کميټی د ٣م پلينوم د جوړيدو له برکته د نوی چين د جوړيدو راپديخوا ستر او ژور اهميت لرونکی بدلون سرته رسيدلی دی . په١٩٧٩کال کی دچين کمونست ګوندد دينګ شياو پينګ د اصلاحاتو او ورخلاصون د پاليسی په اجرا کولو پيل وکړ . له هغه وخته راهيسی چين د ملی اقتصاد او ټولنيزی ترقۍ په ساحو کی د نړيوالو د ليدو وړ او ستر برياليتوبونه لاس ته راوړی او دهيواد په بڼه کی يی د أسمان او مځکی په شان ستر بدلونونه رامنځ ته کړی دی . دغه دوره د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو راهيسی د هيواد د انکشافی حالاتو ډيره غوره دوره ګڼله کيږی او په دی دوره کی هيوادوالو ته رسيدلی واقعی ګټی له هری تيری دوری نه اوښتی دي .

د چين کمونست ګوند په دی ټينګار کوی چه له بهرنيو هيوادونو او سيمو سره خپلو روابطو ته زياته پرمختيا ورکړی او د چين اصلاحاتو اوورخلاصون او عصری ابادۍ ته د ګټور نړيوال چاپيريال د رامنځ ته کولو لپاره هڅه وکړی . په نړيوالو چاو کی د چين کمونست ګوند د خپلواکی او سولی په خارجی سياست باندی ټينګار کوی ، د چين استقلال او حاکميت ساتی ، له تسلط غوښتنی اود زور له سياست سره مخالفت کوی ، جهانی سوله ساتی او د بشريت ترقی پرمخبيايی . د ملی حاکميت او مځکنی بشپړتيا د باهمی احترام ، پريو بل باندی د تجاوز نه کولو ، د يو بل په کورنيو چارو کی د لاس نه وهلو ، د مساوات او متقابلو ګټو اوپه سوله کی د ګډ ژوند د پنځه ګونو اصولو پر اساس د نړۍ له مختلفو هيوادونو سره روابط ټينګوی . د چين کمونست ګوند د خپلواکی او استقلال ، پوره مساوات ، باهمی احترام او د يو بل په داخلی چارو کی د نه مداخلی په شمول د ٤ فقره ايز اصل سره سم د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو له ګوندونو اونورو سياسی سازمانونو سره دوستانه مناسبات قايموی او هغو ته پرامختيا ورکوی . اوس د چين کمونست ګوند د څه دپاسه ١٢٠ هيوادونو له ٣٠٠ نه زياتو سياسی ګوندونو سره دوستانه روابط ساتی .

د چين کمونست ګوند د خپلو مرام نامی او اساسنامی له مخی د ديموکراسۍ او سنټراليزم د پرينسيپ پراساس جوړشوی واحده موسسه ګڼل کيږی . د چين د کمونست ګوند په اساسنامه کی ټاکل شوی چه د چين هغه هرکارګر،بزکر،عسکر ،منور او د ټولنيزو طبقو نورممتاز او مترقی شخصيت چه عمر يی ١٨ کالو ته رسيږی ،که د ګوند مرام نامه اواساسنامه وپيژنی او حاضر وی چه د ګوند په يوه اساسی سازمان کی ګډون وکړی او پکی په فعاله توګه کار وکړی ، د ګوند هره فيصله عملی کړی او د ټاکلی وخت لپاره ګوندی حق العضويت ادا کړی ، نو هغه د چين په کمونست ګوند کی د شامليدو غوښتنه وړاندی کولای شی .

د چين د کمونست ګوند په اړوندو مرکزی موسسو کی ملی کانکرس ، مرکزی کميټه ، د مرکزی کميټې سياسی اداره ، د مرکزی کميټې دسياسی بيورو دايمی کميسيون ، د مرکزی کميټې سکرتريت ، د مرکزی کميټی نظامی کميسيون او د مرکزی کميټې د انضباط او څارنوونکی کميسيون شامل دی . د ګوند ملی کانګرس په هرو پنځو کالو کی يو ځل جوړيږی . دملی کانګرس دتعطيل په موده کی مرکزی کميټه د چين دکمونست ګوند عالی لارښوونکی ارګان ګڼل کيږی .

اوس دچين کمونست ګوند نژدی ٧٠ مليونه تنه غړی لری او د ګوند اوسنی عمومی منشی شي جين پينګ دی .


1 2