CRI Online
دوه ويشتم فصل:د نړۍ ميراث

د چين شاهي ماڼۍ يعني د ګوګونګ په نامه ماڼۍ

د چين د پايتخت د بيجنګ ښار په مرکز کي د پخوانيو ودانيو يوه ډيره لويه او عظيمه ډله شته ، هغه د بيجنګ شاهي ماڼۍ ده چې په نړۍ کې يې ډير شهرت موندلی دی ٠ هغه د چين د پخوانيو ماڼيو څخه يوه ځلانده مرغلره ګڼل کيږي او په ١٩٨٧ کال کې د نړيوالو ميراثونو په ليست کې شامله شوه ٠

د بيجنګ شاهي ماڼۍ په چيني ژبه کې د ګو ګونګ په نامه او په بله ژبه ورته د ممنوع ښار په نامه ياديږي ، د ګوګونګ د ماڼۍ د جوړيدو کار په ١٤٠٦ ميلادي کال کې پيل شو او تر ١٤٢٠ کاله پورې بشپړ شو چې ١٤ کاله وخت يې ونيو٠ د هغه وخت نه وروسته ګوګونګ هم څو څو ځله پراختيا وموندله ٠ ورپسې دا ماڼۍ د ډيرو قصرونو او ښکلو ودانيو په ګډون په يو لوي او ستر تعميراتي ګروپ ګرځيدلی دی ، تر اوسه پوري هغه څه د پاسه ٥٨٠کاله تيرکړی او د چين ٢٤ تنو امپراتورانو په دې ماڼۍ کې شپې ورځې تيرې کړي دي ٠

د ګوګونګ ماڼۍ عمومي مساحت ٧ لکه او شل زره مربع متره او څه دپاسه ٩٠٠٠ قصرونه او ودانۍ لري ، د ګو ګونګ ماڼۍ د مربع ديوال په وسيله چاپيره شوې ده ، د ديوالونو لوړالی يې لس متره دی او د ديوال په بهر کې يو رود شته چې ٥٢ متره پلنوالی لري او ماڼۍ يې هم چاپيره کړې ده ٠ د ګو ګونګ پهن څلورو کونجونو کې په جلا جلا توګه څلور برجونه ولاړ دي چې پخوا د ګو ګونګ د ماڼۍ شاهي ساتونکي پوځيان په دغو برجونو کې د څارنې دنده اجراکوله ٠

د ګوګونګ په نامه ماڼۍ په دوو برخو ويشل شوي دي ، د ماڼۍ مخکښني برخه د دريو لويو قصرونو څخه جوړه شوې ده ، پر دغو دريو ماڼۍ باندې په جلاجلا توګه تاي خه ، جونګ خه او باو خه نومونه کيښودل شول ، په پخوانيو امپراتوري دورو کې کله چې امپراټور پر شاهي تخت باندې د کيښيناستلو ، د واده کولو او د ملکې د ټاکلو په درنو مراسمو کې ګډون کاوه حتمأ به په دې ماڼۍ کې مراسم پرځاي کيدل ، د تاي خه په نامه ماڼۍ ٣٥ متره لوړوالی لري او مساحت يې ٢٣٧٠ مربع مترو ته رسيږي ، دا ماڼۍ د ګو ګونګ په ماڼۍ کې تر ټولو نه لويه ماڼۍ ده ، ددې ماڼۍ په منځ کې د امپراطور شاهي چوکۍ پرته ده ٠

ګوګونګ ماڼۍ په نړۍ کې د موجودو ماڼيو څخه د ماڼيو يوه ډيره لويه او مګمله ډله ده ، د ګوګونګ په ماڼۍ کې زياته اندازه قيمتي لرغوني شيان او اثار هم ساتل شوي دي ٠ اوس د چين دغه امپراطوري ماڼۍ د چين ملت د ځلانده کلتورد يوې نښې او نښانې په توګه شميرل کيږي ٠ د نوموړي ماڼۍ د بشپړيدو نه تر اوسه پوري څه دپاسه پنځه سوه اتيا کله تاريخ لري ، ، هرکال نژدي لس مليونه چيني او خارجي سيلانيان د ګوګونګ ماڼۍ د سيل دپاره بيجنګ ته راځي


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14