CRI Online
دوه ويشتم فصل:د نړۍ ميراث

تيان تان

د تيان تان په نامه وداني د چين د مرکز بيجنګ ښار په جنوب ختيځ کې پروت دی ، د تيان تان په نامه محراب د جوړيدو کار په ١٤٢٠ ميلادي کال کې پيل شو، او د جوړيدو کار يې ١٤ کاله وخت ونيو ، تيان تان د يو شمير پخوانيو ودانيو څخه عبارت دی چې عمومي مساحت يې دوه مليونه اوو لکو مربع مترو ته رسيږي ، دا مساحت د بيجنګ د شاهي ماڼيو يعني د ګو ګونګ په نامه د ماڼيو په مقايسه دوه چنده هم زيات دی ٠

تيان تان پخوا د أسمان د دعاکولو محراب و ، په پخوانيو امپراطوري دورو کې د مينګ او چينګ په امپراطوري سلسلو کې هر امپراطور به هرکال د أسمان د دعاکولو دپاره د تيان تان محراب ته تله او هلته به يې د أسمان د دعاکولو مراسم پرځاي کاوه ٠ څرنګه چې پخوانيي امپراطور خپل ځان د أسمان د زوي په توګه ګاڼه ، نو دوي د أسمان ډير اخترام درلود ، دوي نه يوازي په دې ځای کې د أسمان دعاکوله بلکمې د ځمکې دعا او هيله يې هم کوله چې هرکال د غلودانو ښه حاصلات لاسته راوړي ٠

د تيان تان معبد د دوو طبقو مربع ديوالونه لري چې أسمانيي معبد يې چاپير کړی دی ٠

د تيان تان د عمده و ودانيو اکثريت په داخلي ديوال کې واقع دی ، له دغو عمدهو ودانيو څخه يوه وداني چې چي نيان ديان نوميږي خاص د أسمان او ځمکې د دعاکولو دپاره جوړه شوې ده ٠ دا يوه لوړه او دايروي وداني ده چې لوړالی يې ٣٨ متره او قطر يې ٣٠ متره دی ٠ ددې ودانۍ په يوه ليکه کې د جنوب څخه شمال ته د ٣٦٠ مترو په اوږدوالي د پراخو لارو سره نښلې او ددې څرګندونه کوي چې أسمان ته

د رسيدو په خاطر بايد اوږده لاره ووهله شي ٠ د چي نيان ديان په نامه وداني د دريو طبقو پر ډبرينو بنسټونو باندې ولاړه ده ، ټوله وداني يې دايروي شکل لري ، د ودانۍ بام يې د شين لعابدار کاشيو په واسطه جوړشوي او داخلي برخه يې ځانګړي جوړښت لري ، د لرګيو څخه جوړې شوې ٢٨ لويې او لوړې ستنې ددې غټې ودانۍ تکيه کوي ، ټوله وداني په پوره عظمت او ښکلا جوړه شوې ده چې د أسماني معبد ځلانده څيره يې له ورايه څرګنديږي ٠نوموړي وداني د تالندې او بريښنا د رالويدو له امله سوځيدلې وه او په ١٨٩٠ ميلادي کال کې بيا جوړه شوه ٠ دا وداني د چين خاص او ځانګړي ساختماني سبک څرګندوي ٠

په ١٩٩٨ کال کې د چين د تيان تان په نامه معبد د نړيوالو ميراثونو په ليست کې ثبت شو ، د نړيوالو ميراثونو د ټاکل کيدو کميټې دتيان د ارزيابي په وخت کې وويل تيان تان په نامه معبد نه يوازي د چين په ساختماني تاريخ کې مهم مقام نيولی بلکې د نړۍ په ساختماني هنر کې د يوه قيمتي او ارزښتناک ميراث په توګه ګڼل کيږي ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14