CRI Online
دوه ويشتم فصل:د نړۍ ميراث

د بودالا ماڼۍ

بودالا ماڼۍ د تبت د خودمختارې سيمې د مرکز لاسا ښار په شمال لويديځ; کې د هونګ شان په نامه غر باندې واقع دی او په نړۍ کې د ماڼيو ډيره لويه ډله ده چې له سمندري سطحې څخه په ډير لوړ ځای کې پرته ده ٠هغه د تبتي قوم په ساختماني هنر کې يوه وتلې نمونه ده او په چين کې د ډيرو مشهورو لرغونيو ودانيو څخه شميرل کيږي ٠

بودالا ماڼۍ د تبت په پخوانيو سلسله کې د سياسي او مذهبي فعاليتونو د ترسره کيدو او د دالاي لاما ګانو هستوګنځي هم و او په تبت کې تر ټولو نه لوړې او لويې وداني دي ٠ د اسنادو سره سم د بودالا ماڼۍ په ميلادي اوومه پيړۍ کې جوړه شوه او ١٣ ظبعې لري او مساحت يې يو څلويښت هکتارو ته رسيږي د ماڼۍ لوړوالی يې يو سلو لس متره دی ٠ ديوالونه يې ټول د مرمر په واسطه جوړشوي او پونډوالی يې پنځه متره دی ٠د بودالا په ماڼۍ کې زر قصرونه او خونې شته او پکې يې هغه برجونه هم شته چې د پخوانيو دورو د دالاي لاماګانو د مړي جسدونه ايښودل شوي دي ، پر هربرج باندې د سرو زرو پاڼو ، جواهرو په واسطه ښکلي شوي دي ، ډير قيمتي ښکاري ، د پنځم دالاي لاماروحي برج ډير لوي دی چې لوړالی يې څوارلس متره او پنځه اتيا سانتي متره دی اود نوموړي برج د ښکلا دپاره تقريبأ شپږ زره کيلوګرامه سره زر او څه دپاسه څلور زره دانې لويې او وړوکې مرغلرې مصرف شوي دي ،٠ ، دغه راز د دالاي لاما په بودالا په ناڼۍ کې ژوند ، کار او ديني فعاليتونه ترسره کوي ٠د دالاي لاما خوبخانې د ماڼۍ په لوړځای کې واقع دي او تل د لمر وړانګې ليدل کيږي ، نو ځکه خلک ورته د لمري وړانګې ماڼۍ وايي ٠

په ١٩٦١ کال کې د بودالا ماڼۍ د چين د مرکزي حکومت لخوا د مهمو قديمي اثارو د ساتنې دپاره د عمده او مهم ځای په توګه وټاکل شو٠

دغه راز د بودالا په ماڼۍ کې زيات تصويرونه او د ډبرينو ، لرګينو او خاورينو حکاکيو ډير زيات هنري اثار او د تبتي قوم عنعنوي لاسي صنعتي شيان هم موجود دي ، دوي نه يوازي ډير ستر هنري ارزښت لري بلکې ورڅخه د څه دپاسه زرو کالو نه راهيسي او چين د هان او تبت د قومونو ترمنځ دوستانه تګ راتګ او فرهنګي راکړې ورکړې منعکسې شوې دي ٠ په ١٩٩٤ کال کې د بودالا ماڼۍ په رسمي توګه د ملګرو ملتو د يونسکو د سازمان لخوا د فرهنګي ميراث په توګه د نړيوالو ميراثونو په ليست کې شامل شوی دی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14