CRI Online
دوه ويشتم فصل:د نړۍ ميراث

د جو که ديان د بيجنګ د نندرتال انسانانو کنډولې

د بيجنګ په نامه د نندرتال انسانانو کنډوالې د بيجنګ ښار د جنوب لويديځ په ٤٨ کيلومترۍ د جو که ديان په نامه د علاقه داري په شاوخواد لونګ ګو په غره کې پرتې دي ٠ دا د غرني سيمې او د دښتې ترمنځ يوه کوچنۍ غرني علاقه داري ده چې جنوب ختيځې خوا ته يې لويه دښته او شمال لويديځې خوا ته يې غرونه دي ٠ د جو که ديان علاقه داري شاو خوا ځايونه د اهکي ډبرونو څخه جوړشوي دي ٠ د اوبو دبهير په اثر په نوموړو ځايونو کې زيات طبيعي غارونه رامنخته شوي دي ، د لونګ ګو په نامه غر کې يو طبيعي غار شته چې اوږدوالی يې تقريبأ يو سلو څلويښتو مترو ته رسيږي ، خلک ورته د نندرتال انسانانو غار وايي ، په ١٩٢٩ کال کې په دې غار کې د لومړي ځل دپاره د ډيرو پخوانيو نندرتال انسانانو لخوا راپاتي شوي څيزونه او اثارکشف شول ، د هغه وخت نه وروسته دا ځای د جو که ديان د نندارتال انسانانو د کشفولو لومړي ځای ګڼل کيږي او په نړۍ کې يې شهرت موندلی دی ٠

د جوکه ديان د نندرتان انسانانو کنډوالې په شمالي چين کې دلرغوني ډبرين عصرډيرې مهمې کنډوالې دي ، په دغو کنډوالو کې تر ټولو نه مشهوره کنډواله د بيجنګ د انسان نومي کنډواله ده ، دا ځای لومړي په ١٩٢١ کال کې د سويدن د لرغون پيژندونکي انتشينګ لخوا کشف شو ، ورپسي نورو څو پوهانو هم په دې ځای کې د کيندلو په کار ﻻس پوري کړ ٠ په ١٩٢٧ کال کې د کانادا پوه دبوتاشين

په دې ځای کې په رسمي توګه په کيندلو پيل وکړ او په دې ترڅ کې يې د چين د نندرتال انسانانو درې غاښونه پيدا کړل ، ورپسي په ١٩٢٩ کال کې د چين لرغون پيژندونکي پۍ ون جونګ د لرغوني شيانو د کيندلو په بهير کې د بيجنګ د انسان د سر لومړي کاسه ترلاسه کړه چې دا کار په ټوله نړۍ کې د پاملرنې وړ ګرځيدلی دی

د جو که ديان کنډوالو د کيندلو دپاره څه دپاسه اتيا کاله تير شول او اوس د کيندلو کار هم روان دی ، د جو که ديان د کنډوالو د کيندلو اوږدوالی ٤٠ مترو ته رسيدلی دی ، په دې کنډوالو کې راپيدا شوي د نندرتال انسانانو فسيلونه ، ډبرين شيان او د حيوانانو فسيلونه ډير زيات دي ٠

د جو که ديان په کنډوالو کې د اور د استعمالولو د پخواني اثر د کشفولو له امله د انسانانو لخوا د اور د استعمالولو تاريخ سل هاو زرو کالو مخکې وړاندې شوی دی ، په کنډواله کې د اور د ايرو پنځه طبقې کشفې شوې ، د اور د ايرو د ځينو طبقو پونډوالی شپږ مترو ته رسيږي ، له دغو ايرو څخه دا څرګنده شوې چې بيجنګ انسان نه يوازي د اور په استعمال پوهيدل بلکې داور بلولو شيان يې هم ساتل، دغه راز د نوموړو کنډوالو څخه په شل ګونو زرو ډبرين شيان پيدا شويدي چې اومه مواد به يې د جو که ديان د شاوخوا ځايونو څخه راوړل کيدل ٠ کشف شوي ډبرين شيان په درو مرحلو ويشل کيږي ، ډبرين شيان کوچني او قسمونه يې زيات وو ٠ د ډبرين عصر په لومړې دوره کې ډبرين شيان لوي او ساده وو ٠ په منځنې دوره کې د ډبرينو شيانو شکلونه کوچني شول ، په وروستنې دوره کې ډبرين شيان نور هم کوچني شول ، مثلأ د ستنې په شان وړوکي شيان هم جوړشول ٠

د نوموړو شيانو څخه دا ثابته شوې ده چې د بيجنګ انسانان د دوو لکو او يا اوو لکو کالو نه مخکې د جو که ديان په سيمه کې اوسيدل ، په هغه موده کې د بيجنګ انسانانو په عمده توګه د خوړلو وړ شيان راټولول او په عين وخت کې يې حيوانان هم ښکارول ٠ د بيجنګ انسان په هماغه نندرتال انسانانو پوري اړه درلوده

دا اکتشاف د بيولوجي ، تاريخي علم او د انسانانو د ترقي په تاريخ کې خورا ستر ارزښت لري ٠

د جو که ديان کنډوالې تر اوسه پوري ﻻهم په نړۍ کې د نندرتال انسانانو له هغو کنډوالو څخه يوه ډير غني او سيستماتيک موادونه لرونکي او ارزښتناکه کنډواله ده ٠د نړيوالو کلتوري ميراثونو د کميټې د معيار سره سم د چين د جو که ديان په علاقه داري کې د بيجنګ د انسانانو کنډوالې د ١٩٨٧ کال د دسمبر په مياشت کې دمشهورو نړيوالو ميراثونو د نومونو په ليست کې شاملې شوې، تر اوسه پوري عالمانوداکنډواله کشفه کړی ده چې د چين د نندرتال انسانان د بيجنګ په انسانانو پوري اړه درلوده ٠ د جو که ديان د بيجنګ انسان د کنډوالو کشفول د بشر د تکامل د بهير يو څرګندوي دی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14