CRI Online
دوه ويشتم فصل:د نړۍ ميراث

لوي ديوال

د چين لوي ديوال د نړۍ د اوو عجائبو څخه دی ، په رښتيا هم کله چې نړۍ د نوموړي ديوال جوړښت ، اوږدوالی ، عظمت او لرغوني تاريخ ته ځير شي نو ګوته په غاښ پاتي کيږي او جوړونکو او ساتونکو ته يې افرين وايي ٠

د چين لوي ديوال په پخوانيو زمانو کې يوه ستره نظامي او دفاعي پروژه وه ، نوموړي لوي ديوال د چين په خاوره کې څه دپاسه اوه زره کيلومتره اوږدوالي لري ٠په ١٩٨٧ کال کې د چين لوي ديوال د نړيوالو ميراثونو په ليست کې د ملګرو ملتو د يونسکو لخوا شامل شو٠

  د دغه ستر ديوال جوړول د ميلاد نه دمخه په اتمه او اومه پيړۍ کې د چين د اوو ګونو حکومتونو د واکدارانو چي ، څو ، يان ، هان ، جاو ، وي او چين په زمانو کې پيل شوی دی چې د نوموړي ديوال د جوړولو څخه يې هدف د دښمنانو په وړاندې دفاع وه ، وروسته بيا د ميلاد نه دمخه په ٢٢١ کال کې د چين سلسلې پر هغو اوو حکومتونو باندې بری وموند او د بري نه وروسته د چين لومړي امپراطور چين شي هوانګ ټوټه ټوټه ديوالونه سره يوځای کړل او هغه يې د چين لوي ديوال ونوماوه چې اوږدوالی يې پنځه زره کيلومترو ته ورسيد٠

د ميلاد نه دمخه په دوهمه پيړۍ کې د (( خان )) د سلسلې امپراطور ((وو ))د نوموړي چار چاپير بل ديوال ودان کړ چې اوږدوالی يې لس زروکيلومترو ته ورسيد او جوړولو کار يې زر کاله وخت ونيوه چې بيا د (( مين )) د امپراطوري په سلسله کې يې په دوامداره توګه د ودانولو کار پرمخبيول شو چې دوه سوه کاله وخت پري تير شول ، ددې ديوال اوږدوالی د چين د لويديځ له وروستي برخې د چين د ګان سو

ولايت د (( جيا يوګوان ) ) په نامه له دروازې څخه پيل کيږي بيا تر ختيځې پورې د شان هاي ګوان په نامه دروازې پورې دوام مومي چې په دې توګه يې اوږدوالی ٦٣٥٠

کيلومترو ته رسيږي او هغه ديوال چې د اصلي ديوال ترڅنګ ودان شوي و په تدريجي توګه ويجاړ او له منځه ولاړ ٠

  د لوي ديوال جګوالی يې لس متره او پلنوالی يې پنځه متره دی ، په پخوانيو زمانو کې پوځيان پر لوي ديوال باندې د تيري کوونکو سره جګړه کوله ٠

که څه هم اوس لوي ديوال د يو نظامي سنګر په توګه رول نشي لوبولی ، مګر ساختمان يې د ستاينې وړ دی ، لوي ديوال ډير ستر تاريخي او کلتوري اهميت او توريستي ارزښت لري ، په چين کې خلک وايي څوک چې لوي ديوال ته نه رسيږي ، نو هغه ته به اتل نه ويل کيږي ٠بې شميره چيني او خارجي مسافرين پر دې وياړ دی چې د لوي ديوال جګ ځای ته ورسيږي ٠ لوي ديوال اوس د چيني ملت د ملي روحيې د څرګندولو دپاره يوه نښه ګڼل کيږي


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14