CRI Online
دوه ويشتم فصل:د نړۍ ميراث

د کونګ ځي معبد ، مقر او مقبره

کونګ ځي په نړۍ کې د ډيرو لويو فيلسفوفانو څخه و او د کنفسيوس مؤسس هم و٠ اوس خلک تل د کونګ ځي د يادګيرنې او د احترام د څرګندولو دپاره د کونګ ځي معبدونو ، مقر او مقبرې ته ځي ٠ په تيرو څه دپاسه دوو زرو کالو کې د چين پخوانيو امپراطورانود کونګ ځي او کنفوسيوس ډيره ستاينه کوله او د چين په تاريخ او دختيځې نړۍ په کلتور کې يې ستر او ښکاره مقام درلود ٠

د کونګ ځي وطن د چين په ختيځ کې د شان دونګ د ولايت د چوي فو په ښار کې واقع دی ، د کونګ ځي معبد د چين د لومړي معبد په توګه ياديږي او په چين کې د کونګ ځي د يادولو دپاره تر ټولو نه لوي معبد هم دی ، د ميلاد نه دمخه په ٤٧٨ کال کې يعني د کونګ ځي د مرينې د دوهم کال نه وروسته د لوپه نامه دولت واکدار د کونګ ځي پلرني کور د معبد په توګه جوړکړاو پکې د کونګ ځي کالي او نور شيان ايښودل شول او هرکال په دې ځای کې د کونګ ځي د يادونې مراسم ترسره کيدل ، په هغه وخت کې په نوموړي معبد کې يوازې درې خونې موجودې وې ، د وختونو د تيريدو او په چين کې د کنفسيوس د خپريدو له امله د بيلابيلو دورو امپراطورانو د کونګ ځي معبد ته پر له پسې پراختيا ورکړهچې په نتيجه کې د کونګ ځي معبد د زياتو ودانيو په ډلې بدل شو ٠

  د کونګ ځي معبد مساحت نژدې يو لکو مربع مترو ته رسيږي او پکې پنځه سوه کوټې شته او په چين کې د بيجنګ د ګوګونګ په نامه د شاهي ماڼۍ نه وروسته د ودانيو دوهمه لويه ډله ده ، او د چين د لرغونيو لويو معبدونو يو نمونه ګڼل کيږي ٠

د کونګ ځي په معبد کې څه دپاسه دوه زره ډبرينې ستنې ولاړې دي چې په تيرو پخوانيو امپراطورانو او مشهورو مامورينو او روښان فکرانو لخوا جوړې شوې ٠ له دې څخه دا څرګند شوی چې کونګ ځي په فيوډالي ټولنه کې لوړ مقام درلود ٠

د کونګ ځي مقر د معبد په څنګ کې پروت دی او د کونګ ځي د نسلونو نسلونو اولادونه پکې اوسيدل او اوسيږي ٠

  د کونګ ځي مقر د ميلادي دوولسمې پيړۍ نه تر ديارلسمې پيړۍ پورې جوړشوی دی او مساحت يې نژدې پنځوسو زرو مربع مترو ته رسيږي ، په نوموړي مقر کې تقريبأ پنځه سوه کوټې شته ، په مقر کې زياته اندازه قيمتي تاريخي اسناد ، کالي او نور زيات ارزښتناک لرغوني اثار ساتل شوي دي ٠

  د کونګ ځي مقبره د ګونګ ځي او د ده د اولادونو خاصه مقبره ده او اوس په نړۍ کې يوه داسي کورنې مقبره ده چې ډير اوږد تاريخ او لوي مساحت لري ، نوموړي مقبره تر اوسه پوري تقريبأ دوه زره پنځه سوه کاله تاريخ لري او مساحت يې دوو مربع

کيلومترو ته رسيږي ٠ تر اوسه پوري په نوموړي مقبره کې څه دپاسه يو لک قبرونه پراته دي ،

د کونګ ځي معبد ، مقر او مقبره دريواړه نه يوازي په چين کې ډير شهرت لري بلکي يو ستر کلتوري ميراث هم دي ، په ١٩٩٤ کال کې نوموړي درېواړه په ګډه سره د ملګرو ملتو د يونسکو د سازمان لخوا د نړۍ د ميراثونو په ليست کي شامل شوي دي ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13  14