CRI Online
د اقتصاد په باب حالات
په ١٩٤٩ کال کښی دنوی چين د تاسيس نه راهيسی ، دچين اقتصاد نسبتا چټک انکشاف کړی دی .په تيره بيا په ١٩٧٨ کال کښی د اصلاح او ورخلاصون د پاليسۍ د تنفيز نه راهيسی دچين اقتصاد هر کال په متوسط ډول په سلو کښی په نه سرعت سره په مسلسل او سالم ډول انکشاف کړی دی .په ٢٠٠٣ کال کښی دچين د داخلی توليداتو عمومی ارزښت يو زرو څلورو سوو مليارډو ته ورسيد او اقتصادی عمومی اندازه يی دامريکی ، جاپان ، المان ، انګليستان او فرانسی نه وروسته په نړۍ کښی شپږم مقام ونيوه . د ٢٠٠٣ کال ترپايه پوری د هر تن په سر دداخلی توليداتو منځنی عمومی ارزښت له يو زر امريکايی ډالرو څخه اوښتی و .

اوس په چين کښی دپانګه اچونی او استهلاکی حالات ډير ښه دی .په ٢٠٠٣ کال کښی د چين په ثابتو دارايو کښی د پانګه اچونی رقم پنځه زرو پنځه سوو مليارډو ژن مين بی يونوته او د ټولنی د استهلاکی شيانو د پرچون خرڅلاو عمومی حجم څلور زرو شپږ سوو مليارډو ژن مين بی يونو ته ورسيد او د خارجی تجارت اندازه اته سوو پنځوسو مليارډو امريکايی ډالرو ته ورسيده او د امريکی ، المان او جاپان نه وروسته په نړۍ کښی څلورم مقام ونيوه .د ٢٠٠٣ کال تر پايه پوری دچين د خارجی اسعارو د ذخيری اندازه له څلور سوو مليارډو امريکايی ډالرو څخه واوښتله او دجاپان نه وروسته يی په نړۍ کښی دوهم مقام ونيوه .

د شلو کالو اصلاح او ورخلاصون او عصری ابادۍ نه وروسته په چين کښی اساسا هغه تحول تر سره شوی دی کوم چه له پلانيز اقتصاد څخه د سوسياليزم بازاری اقتصاد ته درومی ، د سوسياليزم بازاری اقتصادی سيستم ګام په ګام ايجاد او بشپړ شوی دی . همداراز دچين قوانين او قاعدی هم په پر له پسی ډول مکمل شوی او بازارونه خارج ته نور هم خلاص شوی دی ، د پانګه اچونی چاپيريال په پرله پسی ډول ښه شوی او د پولی نظام اصلاحاتو په ثابت ډول پرمختګ کړی دی ، دغو ټولو دچين د اقتصاد ددوامدار انکشاف دپاره باوری ضمانت برابر کړی دی .

نوی پيړۍ ته دداخليدو نه وروسته چين د انسان او طبيعت ، انسان او ټولنی ، ښارونو او کليو ، دختيځو برخو او لويديځو برخو ، د اقتصاد او ټولنی د هر اړخيز او هماهنګ انکشاف په باب نظريه نوره هم وړاندی کړی ده . په ٢٠٠٢ کال کښی د چين د کمونيست ګوند په شپاړلسم ملی کانګرس کښی تر ٢٠٢٠ کاله پوری د يوی نسبتی شتمنی ټولنی د هر اړخيزی ابادۍ په باب مجادلوی هدف وړاندی شوی و .