CRI Online
د صنعتی جوړښت په باب حالات

صنعت

دچين د صنعت چټک انکشاف د تيری پيړۍ د پنځمی لسيزی په ابتدايی موده کښی پيل شوی و .په ١٩٤٩ کال کښی د نوی چين د تاسيس نه وروسته دچين صنعت دهر اړخيزی اعادی او انکشاف دوری ته داخل شوی دی . په ١٩٧٨ کال کښی د اصلاح او ورخلاصون نه مخکښی په چين کښی په ابتدايی توګه نسبتی مکمل صنعتی اقتصادی سيستم جوړ شوی و . د نفتو عنعنوی صنعت ، د نوی را منځ ته شوی صنعت په توګه کيمياوی صنعت او الکترونيکی صنعت نسبتی انکشاف موندلی دی، د عصری علمی او تخنيکی صنعت په توګه ذروی صنعت او د فضانوردۍ صنعت ستر انکشاف کړی دی . د تيری پيړۍ داوومی لسيزی د وروستی دوری نه راهيسی دچين صنايعو ډير چټک انکشاف کړی دی ، له ١٩٧٩ کال نه تر ٢٠٠٣ کاله پوری د صنايعو دزياتوالی ارزښت هر کال په متوسط ډول په سلو کښی په لس سرعت سره زيات شوی و .

د څه د پاسه پنځوسو کالو دانکشاف له برکته دچين دعمده و صنعتی توليداتو توليدی اندازی په لس ګونه حتی څو سوه چنده سرعت سره زياتی شوی دی ، څو څو ډوله توليدات د نړۍ بيلا بيلو ځايونو ته پلورل شوی دی . د ١٩٩٦ کال د پيل نه راهيسی د فولادو او اوسپڼی ، سکرو ، سمنټو، زراعتی کيمياوی سرو او تيلويزيونونو توليدی اندازی تل په نړۍ کښی لومړۍ مقام نيولی دی .

په ٢٠٠٣ کال کښی په چين کښی د صنعتی زياتوالی ارزښت پنځه زرو دری سوو يو شپيتو مليارډو دوه سوو مليونو ژن مين بی يونو ته ورسيد چه دغه رقم د ٢٠٠٢ کال په نسبت په سلو کښی دوولس اعشاريه شپز زيات شو . اوس چين نه يوازی اولوتکی، بيړۍ او موټرونه جوړولی شی ، بلکه هم مصنوعی سپوږمۍ او عصری صنعتی تجهيزات جوړولی شی .يو داسی خپلواک صنعتی سيستم جوړ شوی دی چه مناسب تخنيکی سويه لری او ډولونه يی نسبتا مکمل دی . په راتلونکی وخت کښی به چين داسی ستراتيجی نوره هم تطبيق کړی کوم چه د انفارميشين کولو له لاری به صنعتی کول پرمخبيول شی ، څو چه صنايع دچين د اقتصادی وده په پرمخبيولو کښی لا ستر رول ولوبوی .


1 2 3 4